د کندهار ولایت چارواکو په دې ولایت کې د ۹ تنو وژل کېدل تایید کړ

د كندهار ولايت چارواكو تاييد كړه چې په دغه ولايت كې د وسلوالو مخالفينو د تيرې شپې په بريد كې درې بهرني عسكر، يو افغان پوليس او پنځه ملكي وګړي وژل شوي.

د كندهار د امنيې قومندان مل پاسوال سردار محمد ځاځي نن ازادي راډيو ته وويل، چې په دې حمله كې درې بهرني او همدومره افغان عسكر ټپيان شوي هم دي.

د هغه په وينا په وژل شويو ملكي كسانو كې درې يې د بهرنيو ځواكونو ترجمانان دي.

وسلوالو مخالفينو تيره شپه نهه بجې په دې پيښه كې د كندهار ښار په اتمې حوزې كي د پوليسو او نړيوالوځواكونو په ګډ پوځي مركز لومړى موټر بم چاودنه وكړه او بيا يې پرې راكټي حمله وكړه.

ناټو ځواكونو هم د يوې اعلامیې په خپرولو سره په دې حمله كې خپل لوري ته اوښتې مرګ ژوبله منلې ده.

وسلوالو طالبانو د پيښې مسووليت پر غاړه اخيستى.