له ښځو سره د تاوتریخوالی په بهیر کې هرات کې یوځل بیاله دوه پیغلو څخه سرونه غوڅ شوي.
دوه ورځې مخكې د هرات په كرخ ولسوالۍ كې د دغو دوو نجونو د وژل كېدو خبر په لومړي ځل د سيمې خلكو وركړ.
خلكو د دوى جسدونه په داسې حال كې موندلي، چې سرونه يې ترې پرې شوي وو.
د د دغو دوو پیلغلو د وژنې د پيښې په اړه د لوېدیځ زون د پولیسو د قوماندانۍ ویاند سمونوال عبدالروف احمدي وویل:
"په رسمی ډول تراوسه زموږ ادارې ته د دغی موضوع حال نه دی راغلی، ښایي راپور یې تراوسه ځایي پولیسو سره وی زه نه یم خبر."
خو د هرات چارواكو هم د چارشنبې په بېګا د دغه ولايت د دولتی راډیو تلوزیون له لارې د يوه پيغام په خپرولو سره دا پېښه وغندله.
په دې اړه د دولتي تلويزيون په راپور كې د یوه سیمه ایزه چارواکي له قوله راغلي دي، چې په پيښه كې د لاس لرلو په تور يې دوه تنه نيولي او د نورو عاملينو د نيولو لپاره هم د پوليسو هڅې روانې دي.
د سيمې د خلكو په وينا دغه دوه پیغلې چې یوه یې ۱۴ کلنه او بله یې ۱۸ کلنه ده او د كورني تاوتريخوالي ښكار ګرځيدلي.
دا په داسې حال کې ده، چې په همدې اوونۍ کې د هرات يوې محکمې یو سړی په يوې ماشومې نجلۍ د جنسي تيري په جرم په پنځلسو كالو بند محكوم كړ.
هرات د افغانستان یو له هغو ولایاتو څخه دی، چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالی ډېر راپورونه ترې خپریږي او ډېرځله دغه تاوتریخوالی په یوشمېر کورنیو کې د ښځو د ځان سوځونې لامل هم شوي دي او ځينو یې د ګڼو ټپونو له امله مړې شوي دي.
پخوا تر دې د لويديځ زون کې د علماو د شورا رییس مولوی خدا داد صالح له ازادۍ راډيو سره په خبرو كې له ښځو سره تاوتريخوالى وغانده او ويې ويل، د كورنيو نارينه بايد په ښځو رحم ولري.
هغه همداراز د ښځو له خوا د ځان سوځونې د پيښو په اړه چې په دې وروستيو كې ډيرې شوي دي، وويل، میرمنې باید له حقوقي لارو د خپلو حقونه غوښتنه وکړي نه د ځان سوځونې په طریقه، چې په دې سره يې دنيا او اخرت دواړه خرابيږي.