د قرغزستان د موقت حکومت يوه بل چارواکي پرون د دې لپاره استعفى وکړه، چې راتلونکو پارلماني انتخاباتو ته ځان کانديد کړي.
لومړي مرستيال المازبېک اتمبايوف د موقت حکومت ولسمشرې روزا اوتنبايوا ته يو ليک ولېږه، چې له دې پوست څخه د نوموړي استعفى ومني.
اتمبايوف د سوشيل ډيموکرات ګوند مشري کوي. تر دې مخکې تېره دوشنبه، د حکومت بل مرستيال عمربيک تاکي بايوف او بل چارواکي تيمير ساريوف هم د دې هېواد ولسمشرې ته ورته ليکونه ولېږل.
تاکي بايوف د سپين باز د ګوند مشر دى.
د قرغزستان ولسمشرې ويلي، اټکل کوي چې نور حکومتي چارواکي به هم په پارلماني انتخاباتو کې د کانديدۍ لپاره استعفا وکړي، دغه انتخابات په اکتوبر کې ترسره کېږي.