هولبروک: د کابل په کنفرانس کې به د طالبانو پر جذبېدو خبرې وشي

ښاغلی هولبروک وايي، پیسې راروانې دي. د پیسو مساله به د کابل د کنفرانس اصلي موضوع وي.

د کابل په نړيوال کنفرانس کې به، چې ټاکل شوې په راروانه اوونۍ کې جوړ شي، د نورو مسايلو تر څنګ له وسلوالو طالبانو سره د پخلاينې مساله هم مطرح شي. د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي ويلي، افغانستان ته د ورروانو پيسو جريان به هم په دې کنفرانس کې وڅېړل شي. دغه دوه ورځنى کنفرانس د سرطان پر ٢٩مه پيلېږي.
د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړى استاری ریچارډ هولبروک وايي، له وسلوالو طالبانو سره د پخلاینې په باب د ولسمشرحامد کرزي هلو ځلو ته به راروانه اوونۍ د کابل په نړیوال کنفرانس کې پام واوړي.

هولبروک تېره شپه په واشنګټن کې وویل، د کابل په نړیوال کنفرانس کې به چې د جولای پر شلمه او یوویشتمه يا د سرطان پر ٢٩مه او دېرشمه جوړېږي، د امریکا د بهرنيو چارو وزیرې هليري کلينټن په ګډون د ګڼو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران ګډون وکړي او دوی به په ټولنه کې د وسلوالو طالبانو د بېرته جذبېدو پر لارو چارو خبرې وکړي.

ولسمشر حامد کرزی او امریکا دواړه هیله لري، چې په دې ډول به د افغانستان د لانجې لپاره بالاخره یوه سیاسي حل لاره پيدا کړي.

ریچارد هولبروک وویل:

”پیسې راروانې دي. د پیسو مساله به د کابل د کنفرانس اصلي موضوع وي.“

د افغانستان د ماليې وزير عمر زاخېلوال د دوشنبې په ورځ په کابل کې خبريالانو ته وويل، چې د دې کنفرانس لپاره ځانګړې تيارۍ نيول شوي، دوى دغه کنفرانس ته دوې طرحې لري، اقتصادي مسايل او د اداري فساد په وړاندې مبارزه، نوموړي وويل، تر دې کنفرانس وروسته ټولې دولتي ادارې پر پنځو برخو وېشل کېږي چې د دې کنفرانس پرېکړې عملي کړي:

خو په دې کنفرانس کې به د افغانستان د روانې لانجې پر سياسي حل هم خبرې وشي. د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي ښاغلي هولبروک ويلي، سر له اوسه لا بهرنیانو په ټولنه کې د طالب جنګیالیو د جذب لپاره د یوسلو اتیا ملیونه ډالرو مرستې ژمنه کړې ده او د امریکا دفاع وزارت هم د دې پروګرام لپاره سل ملیونه ډالره زېرمه کړې دي.

ريچارډ هولبروک یوې خبري غونډې ته همداراز وویل:

”موږ په دې باب له ډېرې مودې راهیسي خبرې کړي خو اوس هغه وخت دی چې باید په عملي ډګر کې پرمختګ وشي.“

امریکايی چارواکي د عادي طالبانو او د هغوی د مشرانو په تېره بیا هغو کسانو ترمنځ چې له القاعده سره اړیکې لري، توپیر کوي او وايي، عام طالبان ممکن د وزګارتيا او نورو عواملو له کبله له وسلوالو سره یوځای شوي وي.

خو ریچارډ هولبروک وویل، هر طالب چې له جګړې لاس اخلي، له القاعده سره اړیکې شلوي او د افغانستان اساسي قانون مني په نوي افغانستان کې ځای لري.

ده همدا راز وویل:

”په هره جګړه کې د هغو کسانو لپاره لاره پرانستې پرېښوول کېږي، چې له جګړې لاس اخلي.“

هولبروک دا هم وویل، چې امریکا به د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له تور لیسته د طالبانو د نومونو د ایستنې لپاره د کرزي د غوښتنې ملاتړ وکړي، خو دا کار په یو وار نه شي کېدای، بلکې امریکا دا غواړي چې د هر يوه قضيه په جلا جلا ډول وڅېړي، نه په ډله ییز ډول، ځکه چې د دوی په منځ کې ځینې کسان شته چې د امریکا او د امریکا د متحدانو لپاره خطرناک دي او داسې کسان هم شته چې د ایتلاف غړي وژني.