فاکس: د بريتانوي پوځيانو د وژل کېدو مساله په جدي ډول څېړو

د بريتانيا د دفاع وزير ليام فاکس وايي، د يوه افغان عسکر له خوا د درېيو بريتانوي سرتېرو د وژل کېدو او څلورو نورو د ټپي کېدو پېښه به په جدي ډول وڅېړل شي.

د افغانستان د دفاع وزارت وياند ظاهر عظمي ويلي، يوه افغان سرتيري په هلمند ولايت کې درې برتانوي سرتيري وژلي او څلور نور ټپيان کړي دي.

ويل شوي دغه افغان سرتيري هغه مهال پر برتانوي ځواكونو باندې ډزې پيل كړي، چې هغوی په هلمند كې د يوې ګډې ګزمې په حال كې وو.

د بريتانيا د دفاع وزير ليام فاکس وويل، چې د دې پېښې پوره تحقيقات به کېږي:

”د ايساف او افغان ځواکونو له خوا به په عاجل ډول د دې پېښې جدي تحقيقات کېږي، موږ به تر خپله وسه عدالت ته د مجرم د راوستلو په برخه هرڅه وکړو.“

افغان چارواكو د پيښې په اړه د پلټنو امر كړی او د جمهوري رياست دفتر په دې اړه خواشيني څرګنده كړې ده.