د بشري حقونو ډلې په افغانستان کې د ښځو حقونو ته اندیښنه څرګنده کړه

د بشري حقونو د څارنې ډلې (هیومن رایټس واچ) په افغانستان کې د سولې خبرو ته اندیښنه څرګنده کړې ده او وایي چې له دې خبرو سره به د ښځو حقوق تر پښو لاندې شي. د بشري حقونو یو شمیر ډلو ویلې دي چې افغان میرمنې اندیښنه لري چې له طالبانو سره به د ولسمشر کرزي هر راز روغه جوړه پر دوی منفي اغیز وکړي.
د بشري حقونو د څارنې ډلې په یوه رپوټ کې د سې شنبې په ورځ وویل، د افغانستان ښځې د جګړې او سولې تر منځ راګیر دي که جګړه وي زیان یې دوی ته اوړي او که له طالبانو سره روغه وشي نو هغوی خو له کوره بهر د ښځو له کار سره مخالفت کوي. د بشري حقونو د څارنې د ډلې یوه مسوول مالینوسکي وایي، که افغان حکومت له طالبانو سره هرراز روغه جوړه کوي افغان میرمنې باید له خپلو حقونو تیرې نه شي.

د افغانستان حکومت اوس هڅه کوي چې له طالبانو سره روغه وکړي، لویدیځ هم په یو ډول له وسله والو طالبانو سره د حامد کرزي د روغې جوړې ملاتړ کوي. خو د بشري حقونو د څارنې ډله وایي چې د افغانستان حکومت او مرستندویه ټولنو دا خبره هیره کړې ده چې د سولې په خبرو کې د ښځو حقونو ته باید پاملرنه وشي.

د رویټرز اژانس په وینا طالبانو په هغو سیمو کې چې د افغانستان په جنوب اوختیځ کې د دوی تر کنټرول لاندې دي پر هغو میرمنو بریدونه کړې دي چې له کوره بهر کار کوي او خبرداری یې ورکړی دی چې نجونې به ښوونځیوته نه ځي.

د فبروري په میاشت کې طالبانو د حکومت یوې مامورې ته خبرداری ورکړ که کار ته دوام ورکوي نو وبه وژل شي او په سخته به ووژل شي. د افغانستان په جنوب کې د یوه ښوونځې ښوونکې ته بیا طالبانو خبردرای ورکړ چې ژر تر ژره کار پریږدي کنه د دې او د د دې د ماشومانو سرونه به غوڅ کړي.

د طالبانو دغه ډول خبرداریو د بشري حقونو د څارنې ډلې ته اندیښنې پیدا کړې دي او اوس یې ویلې دي چې د سولې په هرراز خبرو کې باید لومړیتوب د ښځو د حقوقو مسالې ته ورکړل شي.

د بشري حقونو د ډلې په باور حامد کرزي دوی ته ډاډ ورکړی دی چې ښځې به کار کوي، له زده کړو به یې څوک نه راګرځوي او په سیاست کې به هم که چیرته انتخابیږي خپله برخه لري خو د بشري حقونو ډله د ولسمشر کرزي له لورې د تیرکال د شخصیه احوال د قانون لاسلیکولو ته اشاره کوي چې همداراز د وړم کال هغه پیښې ته اشاره کوي چې د یوې وسله والې ډلې د سیاسي شخړو له امله پر یوې نجلۍ تیری وکړ.

د بشري حقونو د ډلې په وینا په افغانستان کې د سولې په هرراز خبرو کې باید د ښځو استازې راوغږول شي.