د امريكا متحده ايالتونو د كابل پوهنتون د ژورناليزم د پوهنځى او د هرات پوهنتون د ژورناليزم له څانګې سره د څه باندې پنځو مليونو ډالرو مرسته وكړه.
د دغې مرستې تفاهم ليك په كابل كې د لوړو زده كړو د وزارت او د امريكا سفارت د فرهنګي څانګې ترمنځ لاسليك شو.
د افغانستان د لوړو زده كړو وزارت وايي، چې له دغو مرستو څخه به د ژورناليزم د پوهنځى محصلينو ته په عملي توګه د زده كړې زمينه برابره شي.
د امريكا متحده ايالتونو د افغانستان د لوړو زده كړو له وزارت سره د خپلو مرستو په لړ كې د كابل پوهنتون د ژورناليزم پوهنځي او هرات پوهنتون د ژورناليزم د ډيپارټمنټ د پياوړتيا په هدف تازه مرسته اعلان كړه.
د افغانستان د لوړو زده كړو د وزارت وياند محمد عظيم نوربخش ازادي راډيو ته وويل، چې د پنځه عشاريه دوه مليونو ډالرو د مرستې تفاهم ليك د لوړو زده كړو د سرپرست محمدسرور دانش او په كابل كې د امريكا سفارت د فرهنګي برخې د مسول تر منځ لاسليك شو.
نوموړي د سې شنبې په ورځ ازادى راډيو ته وويل، چې له دغو مرستې څخه په ګټې اخستنې سره به د كابل او هرات د ژورناليزم پوهنځيو محصلينو ته د عملي زده كړې زمينه برابره شي.
په عين حال كې په كابل كې د امريكا سفارت د فرهنګي برخې مسولينو تمه ښودلې چې د دوى په مرستې سره به د كابل او هرات پوهنتون د ژورناليزم د محصلينو مسلكي پوهه او كاري ظرفيتونه لوړ شي.
بل خوا كه څه هم د كابل پوهنتون محصلين د امريكا د متحده ايالتونو له خوا، په عملي توګه د زده كړې د زمينې د برابرولو په هكله خوښي څرګندوي، خو دوى ټينګار كوي، چې دغه مرستې بايد په سمه توګه وكارول شي.
د كابل پوهنتون د ژورناليزم د پوهنځى محصلين خپلې ستونزې داسې بيانوي:
"۱ـ زما نوم خاټول صاحبزاده ده، د کابل پوهنتو د ژورنالیزم د پوهنځي د درېیم کال محصله یم، د عملي درسونو په برخه کې له ستونزو سره مخ یو، په دغو درېیو کلونو کې یوازې یو وار تللي یو او له هغې نه مو څه زده نه کړل.
تر یوه حده خو امکان لري، چې دا ستونزې هوارې شي، چې محصلینو ته عملي زده وکړل شي، خو څوک ورته پام نه اړوي.
۲ـ رحمت یم د ژورلیزم د پوهنځي د مطبوعاتو د څانګې محصل یم. په ژورنالیزم کې عملي زده کړې ډېرې مهمې دي او له ټولو زیاته لابراتوارونو ته اړتیا ده، که وي هم موږ تر اوسه ترې کار نه دی اخیستی او دلته د تلویزیون او رادیو لابراتورانونه لرو خو فعال نه دي."
د افغانستان د لوړو زده كړو وزارت وايي، چې اوس مهال د كابل پوهنتون د ژورناليزم په پوهنځى كې شا و خوا څلور سوه محصلين د ورځې له خوا او څه باندې دوه سوه نور په شپې پوهنځۍ كې زده كړه كوي.
د افغانستان پر پوهنتونونو او پر لوړو زده كړو وزارت انتقادونه كيږي، چې په ځينو پوهنتونونو كې زوړ درسي نصاب تطبيقوي او پوره علمي كدرونه هم نه لري.
خو د افغانستان د لوړو زده كړو وزارت وايي، چې د استادانو د ظرفيت د كچې د لوړولو لپاره يې هڅې روانې دي او په سلګونو استادان يې په همدې هدف د تحصيلي بورسونو له لارې بهر ته استولي.
راپور: ماريا صديقي