د بشر د حقونو د څار اداره پر افغان دولت غږ وكړ چې له وسلوالو مخالفينو سره د روغې جوړې په خبرو كې د ښځو فعاله ونډه له ياده ونه باسي.د بشر د حقونو د څار ادارې دغه غوښتنه په افغانستان كې د ښځو د وضعيت په اړه په يوه نوي راپور كې كړې.
د بشر د حقونو د څار اداره په داسې حال كې په افغانستان کې د سولې په خبرو اترو کې د ښځو د حقونو په اړه اندېښنه ښيي، چې افغان دولت هڅه كوي وسلوال مخالفين د سولې له پروسې سره يو ځاى كړي.
د دغه سازمان په نوي راپور کې چې د ”لسو ډالرو طالب او د ښځو حقونه“ په نامه خپور شوى، د وسلوالو مخالفينو په سيمو کې د ښځو حالت څېړلى او وايي، چې په دغو سيمو کې اوس هم ښځې له ګواښونو او تاوتريخوالي سره مخ دي.
د بشر د حقونو د نړيوالې ادارې ریيس تام ملينوسکې په كابل كې د سې شنبې په ورځ د دغه راپور د خپرولو پر وخت وويل، چې افغانو ښځو ته دې په ټولو سياسي چارو کې ونډه وركړل شي او همدارنګه د وسلوالو مخالفينو سره د سولي په خبرو کې هم بايد د ښځو ونډه هيره نه شي.
ښاغلي ملينوسکې وويل، د سولې په هر ډول خبرو کې، كه ښځې ونډه ونه لري نو ښه نتيجه به ور نه كړي.
”كه چېري ښځې له پيل څخه د دې روسې يوه برخه ونه اوسي او كه چېري په لوړو مقامونو کې د هغو كسانو، د داخلېدو لپاره، چې د ښځو د زورولو اوږد تاريخ لري، د مخنيوي لپاره سخت شرايط موجود نه وي، نو په دې صورت کې به دا پروسه زيانمنه شي او هغه لاسته راوړنې به بېرته له لاسه وركړو، چې په تيرو وختونو کې مو لرلي دي.“
د بشر د حقونو د څار د ادارې په دغه راپور كې د افغانستان په پنځو جنوبي او ختيځو ولايتونو كې چې د وسلوالو طالبانو او نورو مخالفينو فعاليت په كې نسبتاً زيات دى، د ښځو حالت څيړل شوى.
په دې راپور كې له سلو ښځو سره مركې شوي دي، چې ويلي يې دي، له زده كړو او كار كولو بې برخې دي او د يوه سوله يېز ژوند د كولو هيله نه لري.
بل خوا افغان چارواکې وايي، چې په ټولو برخو کې او همدارنګه له وسلوالو مخالفينوسره د سولي په بهير کې هم د ښځو ونډه په پام کې نيول شوې ده.
د افغان ولسمشر حامد كرزي وياند وحيد عمر وايي، د سولې په خبرو كې به هيڅ داسې ګام وانه خيستل شي چې افغانانو ته يې زيان ورسېږي.
” د سولې د راوستلو په لار كې به هيڅ ډول داسې اقدام و نشي، چې د ښځو د حقونو او يا هم د ټولو وګړو د هغو ازاديو د له لاسه تللو په بيه تمام شي، چې په دې تيرو اوو او يا هم اتو كلونو كې مو لمس كړي او يا مو هم تر لاسه كړي دي.“
همدارنګه د بشر د حقونو د څار ادارې په خپل راپور کې له افغان دولت څخه غوښتي، هغه كسان چې په بشري جرمونو تورن دي، بايد د سولي او پخلايني په خبرو کې شامل نه شي.
دا راپور په داسي حال کې خپور شوى چې په دې وروستيو كې د افغانستان په اكثرو سيمو كې د تاوتريخوالي پيښې زياتې شوي دي او د اكثرو سيمو ښځې له بيلابيلو ستونزو شكايت كوي.
راپور: معصوم ميوند