په لوګر او کندهار کې دوه تنه چارواکي وژل شوي دي

چارواكي وايي، د كندهار د ميانشين د ولسوالۍ د پوهنې پخوانى مدير حيات الله اغا نن د نامعلومو وسلوالو كسانو له خوا په كندهار ښار كې په ډزو وژل شوی دی.

د كندهار د ولايت د مطبوعاتي دفتر له خوا په يوې خپرې شوې اعلاميې كې راغلي دي، چې حيات الله اغا دامهال كومه دولتي دنده نه لرله او په كور ناست وه.

د يوه بل خبر له مخې د افغانستان د كورنيو چارو وزارت په يوې اعلاميې كې ويلي دي، چې نن سهار د لوګر د څرخ د ولسوالي د احصايي د دفتر امر حاجي غلام محمد هم وژل شوی دى.

تر اوسه پورې كومې وسلوالې مخالفې ډلې د دغو دواړو پيښو مسوليت په غاړه نه دي اخيستې.