ډیویډ پیټریوس پاکستان ته په څه پسې تللی و؟

جنرال ډیویډ پیټریس په روالپینډۍ کې د پاکستان د پوځ له مشر اشفاق کیاني سره

ناټو او امریکایي چارواکې له پاکستان څخه غواړي چې د وسله والو په ضد هلې ځلې دې زیاتې کړي او یو شمېر څیړونکې هم په دي باور دي تر هغې چې د پاکستان په شمال لویدیځ کې د طالبانو د روزنې او پټيدو ځایونه او اکمالاتي لارې بندې نه شې، په افغانستان کې د وسلوالو ځپل له امکانه لرې بریښي.
په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو قوماندان جنرال ډیویډ پیتریاس د دوشنبې په ورځ پاکستان ته لاړ او د هغه هیواد له پوځیانو او مشرانو سره یي په همدي مسلې خبرې کړې

له کومي ورځي چې جنرال ډیویډ پیتریاس په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو د قوماندان په دندې ټاکل شوی، دا یي پاکستان ته لومړنی سفرو. ده، د وسله والو او اسلامي افراطیانو په ضد د پاکستان د هلو ځلو یادونه وکړه خو د افغانستان او پاکستان د پولې په اوږدو کې د وسله والو د موجودیت او د همدي مسلې په سر د دواړو هیوادونو د تاوتریخوالي په اړه یي څه ونه ویل.

اسوشیتدپریس لیکې: د پاکستان پوځ په شمال لویدیځ کې د پاکستانیو طالبانو او وسله والو په ضد عملیات زیات کړي خو د جنرال پیتریاس اصلې کار او هڅه به داوي چې پاکستاني مشران دي ته اړکړي چې د هغو افغاني طالبانو په ضد دي هم د زړه له اخلاصه عمل وکړي چې په قبایلي سېمو کې اډې او امن ځایونه لري.
په تېرو دوو اونیو کې وسله والو، په پاکستان کې ځان وژونکې حملې وکړې او شاواخوا ۱۵۰ کسان یي ووژل.

په افغانستان کې هم شخړې زیاتې شوې دي. د جون میاشت په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو لپاره تر ټولو وژونکې او خونړۍ میاشت وه.

جنرال پیتریاس د دوشنبې په ورځ د پاکستان د پوځ له لوي درستیز جنرال اشفاق پرویز کېاني سره له کتنې وروسته په یوه بیان کې وویل، وروستۍ پیښې ښیي چې وسله والو، پاکستان او افغانستان دواړو ته ګډ ګواښ مخامخ کړیدی.

پیتریاس وویل، غواړم له جنرال کېانی سره د ګډو هدفونو د پیژندنې په مقصد او د همکارۍ د هغو هلو ځلو په اړه چې سېمه ایز امنیت به ښه کړي، خپل کار ته دوام ورکړم .

جنرال پیتریاس له دي مخکې هغه مهال چې د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندې مشر و او د افغانستان او عراق چارې یي اداره کولې، څو ځلي پاکستان ته تللی و.

اسوشیتدپرس آژانس لیکې: پاکستان تر اوسه د امریکا د هغو فشارونو په وړاندي مقاومت کړی چې له دي هیواد څخه غواړي د افغاني طالبانو په ضد دي عملیات وکړي. څیړونکې وایي، د پاکستان پوځ پدي باور دی چې له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو د وتلو په صورت کې ممکن طالبان ددوي د خوښي متحدین وي.

پاکستان وایي، د خپل هیواد دوسله والو طالبانو په ضد یي عملیات سخت کړي . د دوشنبې په ورځ په ورکزو ایجنسۍ کې د پاکستان د ملیشه پوځ یو ګادی د سړک د غاړي په ښخ شوي ماین وخوت او د چاودنې له امله یي یو عسکر مړ او څلور نور ټپیان شول.

د پاکستان پوځ د جون میاشت کې اعلان کړی و چې ورکزۍ ایجنسي یي له وسله والو طالبانو څخه پاکه کړیده. خو پدي سېمې کې لاهم د وسله والو حملې او پوځي عملیات دوام لري.

د پاکستان طالبانو، له شمال لویدیځ څخه د خپلو حملو لمن پنجاب ایالت ته هم پراخه کړي او څو ورځي وړاندي یي په لاهور کې د سنیانو په یوه زیارت کې ځان وژونکې بمي چاودنه وکړه او شاوخوا ۴۷ کسان یي پکې مړه کړل. د پنجاب د پولیسو مشر طارق سلیم دګار وایي، پولیسو په پنجاب ایالت کې د وسله په ضد عملیات پراخه کړی او په تېرو څو ورځو کې یي شاوخوا ۹۸ کسان نیولی دي.

پاکستانی چاروکې وایي، په کوزدېر کې یي د دوشنبې په ورځ د طالبانو یو مهم قوماندان چې په امریکایي ځواکونوبه یي حملې تنظیمولې، وژلی دی. دوي وایي، دا قوماندان نصیر خان نومیده او په شمشېر مشهور و.