بادغیس ولایت کې له وخته وړاندې یوځل بیادپیستی ټولولوپه نیت زرګونه خلک په ځنګلونوور ګډشوي کوم فصل چې دسېمې عام خلک یې شول بولي .
دعواموپه ژبه دشول په نوم سره یادیږی.ددغه ولایت یوه قومی مشردځان ترراپیژاندوسره سم بی وخته دشول ماتیدوزیانونه داسی راوښوده.
دبادغیس د امنیې قوماندانۍ دامنیت امرسمونوال عبدالجبار دا ومنله او ویې ویل دخلکودقوی هجوم راوړوپه وجه والی دشول دماتیدوامر ورکړخوپه دې سربیره هم دده په وینا ځینو فرصت غوښتونکووسله والویوشمیرخلک په مرمیووویشتل.
دامنیت امروایی دپیستی په ځنګله کی پنځه تنه په مرمیوویشتل شوی چې دامهال په روغتون کې تردرملنې لاندې دي .
بادغیس دافغانستا یوله هغوولایاتوڅخه دی چې دپیستې خورالویوځنګلونوپه لرلو ددې هېواد په اقتصاد کې لوی رول لوبولی شي .
که څه هم دجګړواوزور واکوپه خیټه اچونې سره یې له ۹۵زره هکتاره ځمکې څخه اوس پر شاوخوا۳۵زره هیکتاره مځکې ځنګل پاتې دی.
خو ددې ځنګله پر پیستو هم عامو خلکو په داسې حال کې یرغل وروړی چې لا یې یوه میاشت پخیدو ته پاتې ده .
د کرنې او ځنګلونو کارپوهان وایي نه یوازې داچې سږنی فصل اومه وشکیده بلکې دراتلونکي کال فصل باندې هم د خلکو دا بې وخته یرغل ژوره منفي اغیزه کوي.
د یادونې وړ ده چې دبادغیس دپیستې دځنګله دبیارغونی لپاره په دې ور وستیوکې نړیوالې هڅې پیل شوي چې په دې لړکې تیرکال دامر یکاپراختیایي اداری څخه دڅه دپاسه یوملیون امر یکایی ډالروپه لګښت دنیالګیو کینولوڅوبیلابیلې پروژې پشپړې شوې .
خواوس داسې ښکاري چې سیمه ایز چارواکو ددې ځنګلونو په ساتنې کې پاتې راغلي دي .
شرف الدین ستانکزی ، هرات