چارواكي:كانديدان دې خپل عكسونه د موټرو په ښيښو نه لګوي

د افغانستان د كورنيو چارو وزارت د ولسي جرګې له كانديدانوغوښتي چې خپل عكسونه د موټرو په ښيښو ونه لګوي، په هغه خبر پاڼه كې چې له همدې امله د افغانستان د كورنيو چارو له وزارت څخه خپره شوې ده راغلي چې دغه عمل په كابل او ولايتونو كې امنيتي ګواښ پېښوي.

د افغانستان د ولسي جرګې د انتخاباتو كمپاين د چنګاښ په دوهمه پيل شوى دى، په داسې حال كې چې د كانديدانو د عكسونو لپاره ښاروالېو ځايونه په نښه كړي خو بيا هم د ولسي جرګې كانديدانو خپل عكسونه په ديوالونو او د موټرو په ښيښو لګولي دي.