نامعلومو وسله والو د ننګرهار ولايت جلال اباد ښار ته نږدې د هډې په نجم المدارس ديني مدرسه کې د پېکټ په نامه خبري مرکز سېزلى، چې ورسره ددغه مدرسې ځينې برخې هم سوزېدلي.
د پېکټ يا د پولي پورې د پروګرام مشر مولوي سيد احمد فضلي وويل: دغه مرکز ديني طالب العمانو ته ژورنالېزم زده کاوه.
ده وويل، هدف دا و چې ديني طالب العلمان عصري علوم زده کړي، د خلکو د غږ د خپرولو وسايل وپېژني او د ژورنالېزم په ارزښت خبر شي.
په دغه مرکز کې ددين له نظره د محيط ساتل، د صحت ساتل، دغه راز خلکو ته د ښو کارونو د زده کولو په اړه د ديني عالمانو او طالب العلمانو له خوا بېلا بېل پروګرامونه جوړېدل.
د دين او عرفان دښمنانو تېره شپه دا مرکز وسوزاوه، په دې مرکز کې يوه سټډيو موجوده وه، دغه راز کمپيوټرې او د ژورنالېزم د زده کړې بېلا بېل وسايل و، چې ټول سوزېدلي دي.
مولوي فضلي وويل: د پېکټ پروګرام د پولې پورې غاړې په نامه د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو ته په بېلا بېلو ديني مدرسو کې دغسې ميډيا سنټرونه لري، چې ديني طالب العلمان روزي او خلکو ته ښې لار ښوونې کوي او دغه پروګرامونه بيا له مختلفو رسنيو نه خپروي، چې له يوه لوري ديني علماوو ته د حلالې روزۍ د ګټلو يوه وسيله ده او بل لوري ته علم او عرفان خپروي.
نجم المدارس مدرسه د بهسودو ولسوالۍ اړونده په هډې سيمه کې له جلال اباد نه تقريبا لس کيلو متره جنوب ته موقعيت لري.
د دغه مدرسې څوکيدار احمدشاه ازادۍ راډيو ته د پېښې کيسه تېره کړه. ده وويل:
(( تقريبا د شپې يوه نيمه بجه وه، د يوه بل ملګري پېره ختمه شوه او زما شروع شوه، ما موبايل را واخېسته او هسې ګوتې مې په کې وهلې، چې يوتن بام ته راوخوت، زما په سر يې تمانچه کېښوده او راته يې ووى، چې ونه خوځېږې او چې زه درته څه وايم نو منه يې! زه يې له لاسه ونيولم، مدرسې ته يې دننه ننوېستم.
دوه کسه نور هم راغلل او په مايې لاس و پښې وتړلې لاندې زموږ دوه نور څوکيداران ويده وو، هغوى يې هم راپاڅول او لاسونه او پـښې يې پرې وتړلې موږ ته يې وويل، چې خوځېږئ به نه او نور لاړل د سډيو دروازې يې ماتې کړې، لومړى يې کمپيوټرونه راوغورځول بيا يې پرې تېل وشيندل، اور يې ورته کړ او وتښتېدل.))
د ننګرهار د والي وياند احمدضيا عبدالزي پېښه تاييد کړې او ويلي يې دي، چې په دې اړه څېړنې کوي. ده وويل، تر اوسه يې څوک نه دي نيولي، بل لوري ته د وسله والو طالبانو منابعو په دې اړه څه نه دي ويلي.
محمد داود وفا