د ناټو يو قوماندان: طالبان له ماشومانو د جنګياليو په توګه کار اخلي

کله چې د امريکايي پوځيانو د فرقه مشر مرستيال ارون بست پوځيانو د احمد په نامه يو ١٤ کلن زلمى ونيوه، دوى پر خپل دې کار بخښنه ونه غوښته، د کندهار له ارغنداب څخه يې احمد لاس تړلى خپلې پوځي اډې ته روان کړ، چې سترګې يې هم ورتړلې وې.

بست رويټرز اژانس ته وويل، ساده کېږئ مه، ما ډېر داسې نور زلميان او کم عمره کوچنيان نيولي، دغه جنګيالي ډېر کم سنه دي.

احمد، چې اصلي نوم يې د ځينو ملحوظاتو له کبله پټ ساتل شوى، له يوه بل پنځلس کلن ځوان سره په ارغنداب ولسوالۍ کې ونيول شو، دا د کندهار له نا امنو ولسواليو څخه ده. د دغو دوو کسانو کړنې مشکوکې وې.

د نيول کېدو په وخت کې احمد او ملګرى يې په وښو کې پټ وو، له هغه ځايه يې پټ عسکرو ته کتل. کله چې يې له هغه ځايه د تېښتې هڅه کوله، د بست عسکرو ونيول، دوى د خپلې نيونې په وړاندې مبارزه هم وکړه، چې عسکر يې نور هم شکمن کړل.

دغه دوه ځوانان له ځينو نورو نارينه وو سره يوځاى د ګزمې په وخت کې ونيول شول، دغو نورو کسانو له امونيم نايتريت څخه استفاده کوله، دولت په دې وروستيو کې د دې کيمياوي موادو پر استعمال او خرڅلاو بنديز لګولى، خلک يې د سرې په توګه کاروي، خو له دغو موادو د بمونو په جوړولو کې هم استفاده کېږي. رويټرز اژانس زياتوي، ښايي دغه نور نيول شوي کسان به بزګران وو.

له احمد او نور نورو نيول شويو کسانو د شپې په جريان کې د پوليسو له خوا تحقيقات وشول، بلې ورځې ته د کلي د مخورو په غوښتنه ازاد شول، دغو مشرانو يې ضمانت وکړ.

اژانس په دې اړه ليکي، نه احمد او نه يې پنځلس کلن ملګري بمونه جوړ کړي وو او نه يې مخکې پر امريکايي عسکرو ډزې کړې وې. د بست عسکرو ته به پته نه وي لګېدلې، خو هغه راپورونه چې له سيمه ييزو سرتېرو ترلاسه شوي، دوى د تنکيو جنګياليو غوندې عمل کاوه.

په ارغنداب کې مېشت، د بهرنيو ځواکونو يوه پوځي، ډګرمن ګوى جونز رويټرز اژانس ته ويلي، په تېرو اتو- نهو کلونو کې د سن په لحاظ په جنګياليو کې زيات تغييرات راغلي، اوس اکثره سخت دريځي چې جنګېږي، له څوارلسو نيولې تر اتلسو کلونو پورې عمرونه لري.

افغانستان په نړۍ کې له هغو هېوادونو دى چې د ځوانانو او ماشومانو شمېر په کې زيات دى.

جونز زياته کړې، په ٢٠٠٢م کال کې د دوى عمرونه له ٢٢ نيولې تر ٣٠ کلونو پورې وو، د قوماندانانو عمرونه يې له ٣٢ تر ٤٠ کلونو پورې.

يو بل ماشوم چې پر امريکايي پوځيانو يې ډزې کړې وې او دى هم ټپي شوى و، اوس يې د کندهار هوايي ميدان په يوه پوځي روغتون کې تداوي روانه ده، د جونز په خبره دغه ځوان ١٣ کلن دى.

جونز اژانس ته په خپلو خبرو کې ويلي، دغه تنکي زلميان په جبري ډول له نورو سخت دريځو سره ملګري کېږي.

دې پوځي ويلي، دغه ماشومان خپلو مشرانو او نيکه ګانو ته ګوري، چې د مجاهدينو په نامه مشهوره وو، خلکو يې احترام کاوه، دوى هم د هغوى پېښې کوي، د نوموړي په وينا طالبان هم دغه کم عمره جنګيالي مجبوروي چې د خپلو نيکه ګانو غوندې وجنګېږي.