ايساف ځواكونه وايي، چې په افغانستان كې د دوي يو سرتېرې وژل شوى دى، په هغه خبر پاڼه كې چې په همدې اړه په كابل كې د نړېوالو ځواكونو د رسنيو له دفتر څخه خپره شوې ده راغلي چې دغه سرتېرى د افغانستان په جنوب كې د وسلوالو مخالفينو په يو بريد كې وژل شوى دى.
په خبر پاڼه كې د پېښې د دقيق ځاى او د وژل شوي سرتېري د پيژندګلوى په اړه جزيات نه دي وركړل شوي، دا په داسې حال كې ده چې په دې وروستيو اونيو كې په افغانستان كې په ميشتو نړېوالو ځواكونو د مخالفينو بريدونو ډير شوي دي او له تېرو دوو مياشتو راهيسې له اتياوو څخه زيات سرتېري وژل شوي دي.