د کونړ ولايت د يو شمير سيمو اوسيدونکي شکايت کوي، چې نړيوالو ځواکونو ورته د سړك له غاړې سره نږدې د جوارو د نه كرولو امر كړى دى.
د وټپور ولسوالۍ څو تنو اوسيدنکو ازادي راډيو ته وويل، نړيوال ځواكونه وايي، د جوارو په كروندو كې وسلوال طالبان كمينونه نيسي، نو ځكه خو بايد د سړك پر غاړه او پوځي مركزونو ته نږدې ونه كرل شي.
دوی وايي، له څو ورځو راهيسې نړيوال ځواکونه، د نظامي مرکز او سرک سره په نزدي پرتو ځمکو کې هغه ځايونه خلکو ته په ګوته کوي، چې چېرته بايد جوار ونه کرل شي
د وټپور اوسيدونکي وايي، چې د تيرو څلور کالو څخه نړيوالو ځواکونو د دوی په کرنيزو ځمکو کې نظامي مرکز جوړ کړى او تراوسه يې په بدل كې دوى ته څه نه دي وركړل شوي.
د کونړ د نورو سيمو اوسيدونکې هم وايي، چې دوی ته په داسې حال د جوارو د نه کرلو امر شوى، چې د هېواد د نورو ولايتونو په پرتله، کونړيان لږې كرنيزې ځمكې لري او كه په دوى دا رنګه بنديزونه ولګول شي نو پر اقتصاد به يې ناوه اغيزه وكړي.
د کونړ ولايتي شورا وکيل نصرالله خان ساپي ازادي راډيو ته وويل، د کونړ اوسيدونکي د کمو ځمکو خاوندان دي او يوازې د غنمو او جوارو فصل کري.
دی وايي، نړيوالو تر اوسه د کوکنارو د کروندې نه کرلو ته افغان ځمکوال هڅول، هغه چې افغانانو بند کړل اوس پرې د جوارو کرونده بندوي.
ساپي وويل، دوی د کونړوالي او د بهرنيو ځواکونو مشرانو سره د ستونزې د حل په اړه خبري کول غواړي.
ده ده په وینا، دولت اونړيوال ځواکونه بايد د ولسي وګړو لاسنيوى وکړى او له هغوی سره مرستې وکړي، چې مرسته نه شي کولاى نو خلک دې نورو ستونزو نه مخامخ کوي.
نصرالله ساپي وويل، که چيرته نړيوال ځواکونه په خلکو د جوارو کرکيله بنده کړي، نو د خلکو او دولت تر منځ به نوره فاصله هم زياته شي.
دکونړ والي سيد فضل الله وحيدي بيا وايي، د سرک غاړي سره نږدې که چيرته د لوړو جوارو پر ځاي د جوارو داسې تخمونه وکرل شي، چې هم په کې وسلوال طالبان کمين نه شي نيولى او د لوړو جوارو څخه ښه حاصل ورکوي، دا يوه ښه خبره ده خو ده داسي کومه خبره نه ده اوريدلې، چې ګنې نړيوالو ځواکونو دې خلکو ته په چورلټه توګه د جوارو نه کرلو امر کړى.
په ختيځو ولايتونو کې د نړيوالو ځواکونو په مطبوعاتي دفتر کې افغان کارکوونکي سباوون هوتک ازادي راډيو ته وويل، چې دوی يوازې خلکو ته د ټيټ قد لرونکو جوارو مشوره ورکړې او داسي يې چاته نه دي وييلي، چې جوار مه کرئ.
نړيوال ځواکونه هيڅکله داسې کار نه کوي، چې عامو خلکو ته اقتصادي او نوري ستونزې پيداکړي، بلکې دوی د دې دپاره افغانستان ته راغلي چې افغانانو ته اسانتياوې برابرې کړي.
د ياودونې وړده، چې د جوارو د تېر فصل پر مهال د پيج درې او په نورو ولسواليو کې وسلوالو طالبانو په جوارو کې نړيوالو ځواکونو ته کمينونه نيول او په کې يې ورته مرګ ژوبله اړوله.