په ننګرهار كې د بهسودو پول رسما وتړل شو

په ننګرهار كې د بهسودو پول

د ننګرهار ولايت د بهسودو پول د لوېو بار وړونکو موټرو پرمخ رسما وتړل شو، دا پرېکړه چارواکو ترهغو(٢) چاودنو وروسته اعلان کړه چې له امله يې دا پول زيانمن شو. د جلال اباد ښار په شمالي څنډه کې د بهسودو پول تر دوېمې چاودنې وروسته د لوېو باردارو موټرو پرمخ وتړل شو، لومړۍ چاودنه څه نا څه يوه مياشت مخکې په ايتلافي ځواکونو شوې وه، چې د پله جنوبي څنډه په کې زيانمنه شوې وه.


دويمه چاودنه هم د لومړۍ هغې ځاى ته په پنځه مترۍ کې د تېرې جمعې په ورځ وشوه، چې د پله پخواني زيانمن شوي ځايونه يې لا پسې خراب کړل.

د ننګرهار د فوايد عامې رئيس انجينر محمدعارف وويل: دوى هڅه کوي چې په لنډ وخت کې پول بېرته ورغوي.ده وويل، دا پول له نن نه تقريبا ٤٧ کاله مخکې جوړ شوى، اوږ والى يې ٣٦٠ متره او پلنوالى يې اته متره دى.

ده وويل، د پله لپاره د ننګرهار د والي په مرسته شپږ عدده لوى کانکريټي تيران جوړ شوي وو او تمه کېده، چې په دې سره به يې هغه لومړنى زيان راسر شي؛ خو اوس چې بله چاودنه وشوه؛ نو شپږو نورو کانکريټي تيرانو ته ضرورت دى، د ننګرهار فوايد عامه به د ښاروالۍ سره په ګډه دا پروژه پرمخ يوسي؛ خو تر هغې چې دا کار کېږي پول بايد په پوره توګه د لوېو موټرو پر وړاندې وتړل شي.

ده وويل: هيله يې داده، چې بار وړنکي موټر د جلال اباد شمالي باى پاس له لارې تېر شي او د پله د ورانېدو سبب نه شي.

د ننګرهار ولايت اوسېدونکي وايي، پخوا د پول امنيت په ښه توګه ساتل کېده؛ خو اوس امنيتي ځواکونه بې پروا چلن کوي، دا چې ولې د ننګرهار د والي وياند احمدضيا عبدالزي يې په اړه وويل: د پله دواړو څنډو ته امنيتي پوستې شته او د ننګرهار د والي په هدايت دوى به تر دې وروسته خپله تلاشي لا پسې دقيقه کړي.

موږ ډاډ درکوو، چې په اينده کې به د دغسې پېښو مخه ونيول شي، د ننګرهار د فوايد عامې رئيس وايي ددغه پول وخت ٥٠ کاله ټاکل شوى و، چې ٣ کاله وروسته پوره کېږي، اوس چې د ټرافيکو شمېر زيات شوى، بايد نوى پول جوړ شي.

د بهسودو د پله دغه تړنې ٢ ولايتونه کونړ و نورستان او د ننګرهار تقريباً د ٦ ولسواليو اوسېدونکي له سختو مشکلاتو سره مخامخ کړي او هيله کوي، چې ددغه پله په خواکې يو نوى پول جوړ شي، ځکه چې ټرافيک له يوې نه بلې ورځې ته پسې ډېرېږي او ستونزې هم پراخېږي.

محمد داود وفا