په ننګرهار کې پر پوليسو بمي چاودنه

د يکشنبې په ورځ سهار نهه بجې شاوخوا د جلال اباد ختيځ ته د غني خېلو ولسوالۍ اړونده په مارکو سيمه کې د پوليسو په يوه رينجر موټر بمي بريد شوى، چې له امله يې درې تنه ملکي خلک ټپيان شوي دي.

د وسله والو مخالفينو وياند ذبيح الله مجاهد ازادۍ راډيو ته وويل: بريد د دوى له خوا شوى او په کې پنځه تنه امنيتي پوليس وژل شوي او يو رينجر موټر هم پوره تخريب شوى؛ خو د ننګرهار دپوليسو وياند سمونوال عبدالغفور وويل: بريد شوى او يوازې په کې درې تنه ملکي خلک ټپيان شوي، پوليسو ته هېڅ ډول مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

بل پلو وسله والو طالبانو د لغمان ولايت په اليشنګ ولسوالۍ کې د يکشنبې په شپه د بهرنيو پوځيانو پر قرار ګاه د پنځو راکېټونو د توغونې او په کې د ګڼې مرګ ژوبلې ادعا کړې؛ خو نړۍ والو ځواکونو او افغان چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

محمد داود وفا