په هالنډ کې د کرکټ د لومړي ډوېژن د نړيوالو لوبو په جريان کې پرون افغانستان له کوربه هېواد هالنډ څخه لوبه وګټله.
پچه هالنډ وګټله او بېټنګ يې پيل کړ، د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره يې افغانستان ته د ٢١٩ منډو هدف وټاکه، افغان لوبغاړو په پنځو ويکټونو سره دغه هدف پوره او دغه لوبه وګټله.
د افغانستان د کرکټ ملي ټيم منېجر عبدالرحيمزي د دې بريا په لومړېو کې له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې د افغان لوبغاړي محمد شهزاد پرونۍ لوبه بې سارې وبلله.
ټاکل شوې ده د کرکټ لوبغاړي به نن افغانستان ته روانېږي. افغانستان په دغو مسابقو کې څلور ګټلي او دوه بايللي دي.
د عبدالرحيمزي سره مو مركه كړې چې دلته يي اورېداى شئ!
بله خوا په جنوبي افريقا کې د فوټبال نړېوال جام د سياليو په دوام به نن د دغو سياليو د لومړي مقام د ګټلو لپاره هسپانيا او هالنډ لوبه سره کوي، البته تر يوې مياشتې او شپېتو مسابقو وروسته.
پرون د درېيم مقام د ګټلو لپاره د جرمني او يوروګواى ترمنځ لوبه وشوه، چې دوه د درېيو په مقابل کې جرمني لوبه له يوروګواى څخه وګټله او د دغه نړېوال جام درېيم مقام يې خپل کړ.
په دغو مسابقو کې ٣٢ ټيمونو لوبه سره کړې، چې دا ده هسپانيا او هالنډ پايلوبې ته ووتل.
تر اوسه پورې نه هسپانيا او نه هم هالنډ د نړېوال جام په سياليو کې لومړى مقام ګټلى دى.