ترکيې د بېلتون غوښتونکو کردانو مرکزونه په نښه کړي

د ترکيې جنګي الوتکو پرون د عراق شمال ته څېرمه، د ترکي بېلتون غوښتونکو کردانو ځينې مشکوک مرکزونه په نښه کړل، چې يو ملکي کس په پېښه کې ټپي او ځينې ودانۍ زيانمنې شوې.

د عراق د ولسمشر جلال طالباني انټرنېټي پاڼه کې راغلي چې الوتکو پنځه ځايونه په نښه کړي، چې د عراقيانو کروندو او څاروېو ته يې زيان اړولى.

په دې وروستيو کې ترکيې وروسته له دې د PKK پر مشکوکو مرکزونو هوايي بمبارۍ زياتې کړې، چې دغۀ ګوند څوارلس مياشتې مخکې يواړخيز اوربند پايته رسول اعلان کړل او د ترکيې پر پوځ يې بريدونه ډېر کړل.