د پاکستان په مومندو ایجنسۍ کې ځان وژونکی حملې ۱۰۲ ووژل

د مومندو ایجنسۍ په یکه غنډ کې د پرون ورځې ځان وژونکې حملې د مړو شمېر ۱۰۲ ته پورته شوی دی. چارواکي وایي، نور مړي یې هم د ودانیو له خرابو څخه رایستلي دی.

مخکې د مړو شمېر پنځوس ښودل شوی و.

په مومندو ایجنسۍ کې القاعده او طالب وسله وال پټ دي او د پاکستان پوځ څه موده وړاندې په سېمې کې د وسله والو په ضد عملیات کړي وو، خو سیمه یې له وسله والو نه ده پاکه کړي.