په جلال اباد کې چاودنې مرګ ژوبله اړولې ده

د جلال اباد ښار ختیځ لور ته د بهسودو پله سره، پرون ناوخته ځان وژونکې حمله وشوه. په دې چاودنې کې یو لاروی وژل شوی او نهه تنه ملکیان ټپیان دي.

د ننګرهار د والي ویاند احمد ضیا عبدالزی وایي، ټپیان روغتون ته لیږدول شوي دي. ده زیاته کړه، چې په چاودنې کې د بهرنیو ځواکونو یو موټر زیانمن شوی او دغه راز دوو ریکشاوو او یوه موټر سایکل ته هم زیان رسیدلی.

طالبانو د دې ځان وژونکې حملې مسوولیت په غاړه اخیستی او د دوی ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، په حملې کې د ایتلافی ځواکونو دوه ټانکونه ویجاړ شوي او لس بهرني عسکر په کې وژل شوي دي.

په ختیځو سيمو کې د اییتلافی ځواکونو دفتر د طالبانو دا ادعا رد کړې او وایي، په چاودنې کې بهرنیو پوځيانو ته د سر زیان نه دی اوښتی، یوازې یو ټانک یو څه تخریب شوی دی.