پوپل:د ولايتي شوراګانو د غړو صلاحيتونه زيا ت شوي

د افغانستان د سيمه ايزو ارګانونو د خپلواكې ادارې مشرغلام جيلاني پوپل

د افغانستان د اتو ولايتونو د ولايتي شوراګانو غړو د شنبې په ورځ په كابل كې د غوره استازيتوب په نوم په يوې غونډه كې ګډون وكړ. دغه غونډه د افغانستان د سيمه ايزو ارګانونو د خپلواكې ادارې له خوا جوړه شوې وه. د افغانستان د سيمه ايزو ارګانونو د ادارې چارواكي وايي، چې په ولايتونو كې د اجرايه قوې د صلاحيتونو په زياتېدلو سره د ولايتي شوراګانو د غړو صلاحيتونه هم زيا ت شوي دي.
په افغانستان كې د سيمه ايزې حكومتدارۍ د څارنې په هدف د ولايتي شوراګانو صلاحيتونه زيات شوي دي.

دغه څرګندونې د افغانستان د سيمه ايزو ارګانونو د خپلواكې ادارې مشرغلام جيلاني پوپل د شنبې په ورځ د يو شمېر ولايتونو د ولايتي شوراګانو د غړو په هغې غونډه كې وكړې چې د غوره استازيتوب په نوم په پلازمينه كابل كې جوړه شوې وه.

ښاغلي پوپل وويل، چې دغه اقدام په ولايتونو كې د اجرايه قوې د صلاحيتونو تر زياتولو وروسته شوى دى:

(د اجرايه قوې صلاحيتونه په ولايتونو كې زيات شوي)

ښاغلي پوپل دغه شان مخالفينو سره د سولې او پخلاينې په پروسه كې د ولايتي شورا ګانو رول اغيزمن وبللو او په نوموړې برخه كې يې د دوى په هڅو ټينګار وكړ.

د يادونې وړ ده چې دا په كابل كې د غوره استازيتوب په نوم د ولايتي شورا ګانو لپاره د افغانستان د سيمه ايزو ارګانونو د خپلواكې ادارې څلورمه او وروستۍ غونډه وه.

په دغه غونډه كې د افغانستان د اتو ولايتونو دايكندي، سرپل، سمنګان، تخار، غور، كندهار، پكتيكا او هرات ولايتونو د ولايتي شوراګانو غړي راغوښتل شوي ول.

د افغانستان د سيمه ايزو ارګانونو خپلواكه اداره په داسې حال كې د ولايتي شوراګانو د صلاحيتونو د ډيرېدلو خبره كوي چې د دغه شوراګانو يو شمېرغړي دا انتفاد كوي چې سيمه ايزې ادارې د دوى خبرو او پريكړو ته غوږ نه ږدي.

د كندهار ولايت د ولايتي شورا غړي حاجې فدا محمد په دې اړه ازادۍ راډيو ته وويل:

(د دولت پاملرنه ولايتي شورا ګانو ته كمه ده ان په كومو پروژو كې يي د ګډون حق هم نه دى وركړئ)

تر دې دمخه هم په ولايتونو كې د ولايتي شوراګانو د غړو له خوا ورته انتقادونه شوي دي ، خو د افغانستان د سيمه ايزو ارګانونو د ادارې چارواكي ډاډ وركوي چې په دې برخه كې ستونزې هواريدونكې دي.

د افغانستان د ولايتي شوراګانو لپاره انتخابات د تېركال د زمري د مياشتې په ۲۹ مه نېټه د ولسمشرۍ د انتخاباتو سره يو ځاى تر سره شول.