په افغانستان كې رواني ناروغى يوه لويه ستونزه ګرځيدلې

د هېواد زياتره خلك په رواني ناروغيو اخته شوي

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي، چې په هېواد كې روانې ناروغي د پام وړستونزه ګرځېدلى ده او په كارده چې اوارې ته يي لازم تدابير ونيول شي. دا وزارت وايي، د دې ناروغۍ د درملنې لپاره يي، تر اوسه له زرو څخه زيات ډاكتران او نرسان روزلي دي.
په افغانستان كې نا امني، بې كاري، اقتصادي ستونزې، كورنى شخړې، د پوهې د سطحې ټيټوالى او داسې نور د دې سبب شوي، چې د هېواد زياتره خلك په رواني ناروغيو اخته شي.

د افغانستان دعامې روغتيا وزارت وايي، د دوى سروې ښيي چې په هېواد كې دم ګړۍ كابو اويا فيصده خلك چې نارينه، ښځې او
د عامې روغتيا د وزارت مرستيال ډاكتر صدرالدين سحر
ماشومان په كې شامل دي، په رواني ناروغيو اخته دي.

د عامې روغتيا د وزارت مرستيال ډاكتر صدرالدين سحر، چې د شنبې په ورځ يي د اتو ولايتونو د روغتيايي مركزونو ډاكترانو او نرسانو ته د يو لنډ مهال روزنيز كورس په وروستۍ ورځ د فراغت سندونه ويشل ويي ويل، هڅې روانې دي، چې د دولت او نړېوالې ټولنې په مرسته په دې هكله تدابير جدى شي:

(په دې هكله دولت او نړېواله ټولنه غواړي، چې ولايتونو ته پام وكړي، غواړو چې د ولايتونو په روغتونونو كې لږ ترلږه لس بستره او په حوزوي روغتونونو كې شل بستره رواني ناروغانو ته ځانګړې شي او تر څنګ د ډاكترانو د ظرفيتونو لوړولو ته توجه وشي.)

د عامې روغتيا وزارت وايي، چې تراوسه يې د روانې ناروغيو لپاره د هېواد په مركز او ولايتونو كې څه باندې زرتنه ډاكتران او نرسان روزلي دي.

دا كورسونه د نړېوالې ټولنې او هيلت نټ د موسسې له خوا تمويليږي، دې روزنيز كورس كې چې د شنبې په ورځ يي فارغانو ته سندونه وركړل شول د لوګر، لغمان، دايكندي، ننګرهار، كونړ، ارزګان، خوست او پكتيا د ولايتونو د روغتونونو ډاكترانو او نرسانو په كې ګډون كړى وو.

د كورس ګډون والو ويل، په ولايتونو كې اوسني اقدامات د روانې ناروغيو په نسبت كم دى او په كارده، چې د روزنيزو كورسونو تر څنګ وسايلو، او تجهيزاتو ته هم پاملرنه وشي.

د لغمان د ولايت، د روغتون يو ډاكترسيد حسن هاشمي ازادۍ راډيو ته وويل:

(د دې اساسي لامل بې كاري ده، ځوانان مو د كار لپاره بهرنيو هېوادونو ته ځي او بيرته په مخدروموادو اخته راستنيږي.

بله دا چې له ډاكترانو سره دې هم مرسته وشي، تر څو په دې هكله ښه خدمت وكړاى شي.)

په هېواد كې د دې چارو متخصصين هم د دې ناروغى علت اقتصادي كمزوري او د خلكو د پوهې ټيټوالى گڼي او كار پوهان وايي، چې دولت ته په كار ده چې، خلكو ته د كار زمينه برابره كړي، تر څو د كار د بوختيا له امله له يوې خوا د خلكو اقتصادي ستونزې اوارې او له بله پلوه خلك او په تېره نوى نسل له دې ناروغى څخه خوندي اوسي.