يو شمېركابل ښاريان شكايت كوي، چې د تفريح ځايونو لكه پغمان، قرغې،سالنګ او نورو ميلې ځاينونو ته غځېدلي لارې د جمعې په ورځ ډيرې بندې وي او ځينې نورې يي بيا د بيارغونې له امله تړل شوي دي، چې كابل ښاريان نه شي كولاى پر وخت د تفريح سيمو ته ورسيږي، خو كابل ښاروالۍ بيا د واټونو د سور كموالى او د موټرونو زياتوالى د دې ستونزو اساسي عوامل ښيي.
په كابل ښاركې ګرمه هوا او د چاپيريال ككړوالي يو شمېر كابل ښاريان دې ته اړ باسي چې د جمعې په ورځ چې عمومي رخصتي ده د تفريح لپاره د كابل ښار څخه لېرې سيمو لكه قرغې، پغمان، ګلباغ او د سالنګونو په شان باغونو او سيمو ته د سيل او ميلې لپاره لاړ شي، خو د جمعې په ورځ دې ځايونو ته تګ د لسګونه كابل ښاريانو هيله ده په داسې حال كې چې يادو سيمو ته په وخت رسېدل كومه اسانه خبرنه ده.
يو شمېركابل ښاريان چې د جمعې په ورځ د پغمان پرلور ميلې ته د تګ په حال كې وو ازادۍ راډيو ته وويل، چې په لار د موټرو ګڼه ګوڼه دومره زياته ده چې له پنځو ساعتونو مزل وروسته هم نه دي توانيدلي چې د پغمان باغ ته ورسيږي.
يو كابل ښارې چې هم د پغمان ميلې كولو تګ ته يي زړه ښه كړى وو خو د موټرو د ګڼه ګوڼې له امله نه شي كولاى پر وخت خپله هيله پوره كړي د ښاروالۍ په ګډون افغان حكومت نه دى توانيدلى چې دا ستونزې هوارې كړي.
د كابل ښاريانو په اند د كابل ښار د واټونو بيارغول د دې بيارغونې په كار كې نظم او د ملي بسونو د لين نشتوالۍ هغه عوامل دې چې په واټونو كې يي ګڼه ګوڼه زياته كړې ده.
په داسې حال كې چي كابل ښاروالي بيا د دې ټولو ستونزو اساسي علت د نفوس زياتوالى او د موټړو ګڼه ګوڼه ښيي خو وايي هڅه كوې چي د كابل ښار واټونه ته سور وركړي، چې په دي اړه يي كار هم پيل كړى دى، د كابل ښاروالۍ وياند صمدي د دې ستونزې په اړه ازادۍ راډيو ته وويل:
"د ورځې په اوږدو كې پنځه سوه زره موټر ګرځي چې د لارو د بندېدلو لامل شوي او بل دا چې ډېرى واټونه كم سوره دي ډيرخلك چې د جمعې په ورځ ميلې ته ځي له دې ډول ستونزې سره مخ كيږي نو د واټونو كم سوري او موټرو د شمېر زياتوالي د دې ستونزې اساسي لامل ګرځي."
د كابل ښارپه څنډوكې د تفريح ځايونه چې يو وخت نه يواځې د كابل ښاريان ورتلل د بلكې د نورو ولايتونو ځينې سيلانيان به هم د اوړي په رخصتيو كې دې سيمې ته د ميلې لپاره راتلل خو اوس مهال دې سيمو ته پرغځېدلو لارو ډيره ګڼه ګوڼه د دې لامل شوي چې ځينې خلك دې سيمو تګ ته زړه ښه نه كړي.
راپور: ذكيه غياثي