په بلخ كې د پست عوايد د تير كال په نسبت ۵۰ فيصده زيات شوى

د بلخ د مخابرات د رياست چارواكي وايي، چې په دې ولايت كې د پست او پارسل عواېد د تېر كال د لومړۍ ربع په نسبت په سلو كې پنځوس زيات شوي دي.

د پست ريئس عبدالحميد رحمانيار ازادۍ راډيو ته وويل، چې د مخابراتو د تكنالوجۍ په پرمختګ او د انترنيت له اسانتيا سره سره بيا هم ډيرخلك نه يواځې چي خپل مكتوبونه او پارسلونه د پست له لارې استوي بلكې د تېرو كلونو په پرتله دا لړۍ پراخه شوې ده.

ښاغلي رحمانيار وويل، چې په بهركې د افغانانو د دوستي د اړيكو پراخېدل او خپلو دوستانو ته د سوغاتو او افغاني توليدات استول په دې ولايت كې ولايت كې ډير شوي دي.