لږ تر لږه پنځه زره کسان پرون د بوسنیا شمال ختیځ لوري ته د نیزوک له کلي څخه ووتل او د سربرنیڅه تر ښاره یې یوسلو لس کیلومتره مارش پيل کړې دې.
دوي به له پلان سره سم د یکشنبې په ورځ سربرنیڅې ته ورسیږي او د بوسنیا د جګړې پرمهال د سربي ځواکونو له خوا د ترسره شوي قتل عام په پنځلسمه کلیزه کې به ګډون وکړي.
سربرنیڅه هغه مهال د ملګرو ملتونو د سازمان تر څارنې لاندې امن سیمه وه، چې د سربي ځواکونو له خوا حمله ورباندې وشوه او د ملګرو ملتونو ځواکونه ونه توانېدل چې په سیمه کې د قتل عام مخنیوې وکړي، هلته په نولس سوه پینځه نوېم کال تقریبا اته زره مسلمان نارینه ووژل شول .
د یکشنبې په ورځ به خلک د هغو ۸۰۰ تنو د جنازې او خاورې ته سپارلو مراسم تر سره کړي چې په ډله ایزو قبرونو کې موندل شوي دي.