د هرات ولايت سيمه ايز چارواكي وايي، چې په شينډنډ ولسوالۍ كې د ملي پيوستون د شورا ۵ تنه غړي تښتول شوي دي.
د شينډنډ ولسوال لعل محمد عبدالرحيمزى ازادۍ راډيوته وويل، چې دغه كسان د ادرسكن ولسوالۍ پر لاره د وسلوالو طالبانو له خوا تښتول شوي دي.
همدارنګه د هرات ولايت د ملي امنيت اداره وايي، چې ۱۳۵ كيلو ګرامه چاودېدونكي توكي او د درنې وسلې يوه اندازه مهمات يې نيولي دي.
د دغه ادارې په اعلاميه كې راغلي چې له دغو چاودېدونكو توكو څخه د ولسي جرګې د انتخاباتود بهير د ګډوډولو لپاره كاراخيستل كېده.