اياغزني به په ۲۰۱۳ كال كې د اسلامي فرهنګ په مركز بدل شي؟

د غزني لرغونى ښار

غزني د افغانستان يو مشهور تاريخي ښار دى، چې په پام كې ده، په دوه زره ديارلسم ميلادي كال كې د اسلامي فرهنګ د مركز په توګه ونوميږي، دا پريكړه څه باندې دوه كاله دمخه د اسلامي هېوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانوپه غونډه كې شوى وه. افغان دولت د غزني د تاريخي سيمواواثارو د بيارغاونى لپاره يو كميسيون ته دنده سپارلى ده، چې پلان يې ترتيب او په پروژو يي كار پيل كړى، چې اوس مهال يي د ځينو پروژو كارونه پيل شوى هم دي.
غزني د افغانستان هغه ښاردى، چې د مشهورو تاريخي سيمواواثارو په لرلو سره يي هېواد ته ښه نوم او ارزښت بخښلى دى، د همدې ارزښت له امله څه باندې دوه كاله د مخه د اسلامي هېوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو په غونډه كې پريكړه وشوه، چې غزني بايد په دوه زره ديارلسم ميلادي كال كې د اسلامي فرهنګ د مركز په نوم ونوميږي.

افغان دولت له هماغې پريكړې له مخې هڅې پيل كړي چې د تاريخي سيمو او اثارو بيارغاونې ته يي مالي او تخنيكي امكانات ومومي.
دغزني تاريخي ځايونه

د افغانستان د اطلاعاتواو فرهنګ وزير سيدمخدوم رهين په دې وروستيو كې سيمې ته ورغلى، خلكو ته يې د موضوع اهميت بيان او د ښار د بيارغاونې په كار كې يي د دوى مرستې غوښتې دي.

ښاغلي رهين په داسې حال كې چې د نمونې په توګه يې د يوې پروژې كار پيل كاوه ويي ويل:

"كه غزني وران او ټپي دى بيا هم د اسلامي نړۍ وياړ دى، د دې رغولو ته پلانونه ترتيب شوي، هيله ده لاسونه سره يو او لرغونى ښار بيرته را ژوندى كړو"

افغان دولت يوه ځانګړى كميسيون ته چې له څو وزارتونو جوړ شوى دنده وسپارلې چې هر وزارت دې په خپله برخه كې د دې ښار بيا رغاونې، سمسورتيا، اوبه، برېښنا، سړكونو، موزيمونواو پاركونو ته پلانونه ترتيب او په پلي كېدو يې لاس پورې كړي.

د بيارغاونې په چارو كې د ولسمشر حامد كرزي مشاور انجنير يوسف پښتون وايي، چې د غزني د تاريخى سيمو او اثارو بيا رغول او د ښار سمسورتيا څه باندې سل ميليونه لګښت غواړي او بايد له پوره احتياطه كار واخيستل شي چې اثارو ته زيان ونه رسيږي، ده په
دې هكله د دولت اقداماتو ته داسې اشاره وكړه:

"د دې رغېدل فني خلكو ته ضرورت لري، سره له دې كارونه يي كابو دوه وارې وځنډيدل او اوس په كې بايد ځنډ ونه شي او په عالي معيارونو جوړشي."

د كرنې او مالدارى وزارت وايي، چې كابو ديرشو كلنوجنګونو، د غزني تاريخي اثارو، ابداتو او سمسورو سيمو ته درانه زيانونه اړولي او د سلطان د اوبو بند چې د دې ولايت ډيرو سيمو ته يي اوبه وركولى هغه هم روغ پاتې نه شو.

د كرنې وزير محمداصف رحيمي وايي، د غزني ويجاړۍ ته لاس تر زنې نه دي ناست او د بيارغاونې په برخه كې يي ورته يو لړ پروژى پلان كړي دي:

"غزني كې مو پروسږكال كابو دوه لكه نيالګي كينول، شنو سيمو ته يي پلانونه لرو او تر دوه زره ديارلسم كال پورې به يي څيره روښانه شي."

د غزني ولايت يو اوسيدونكى شيراحمد د دې پروژو پلي كولوته، امنيت تر هرڅه لومړى بولي:

"امنيت تر ټولو مهم دىد پروژو كارونه يي سست روان دي د اوبو او سركونو ستونزه اوس هم شته، دى ولايت ته توجه نه ده شوى"

د دې ولايت امنيتي چارواكي دا مني چې د غزني په ولايت كې امنيتي اندېښنې شته خو زياتوي چې دوى ورته تدابير نيولي او وبه

كړاى شي، چې نا امني د بيارغاونې د پروژو كارونه ټكني نه كړي، په دې هكله د غزني ولايت امنيه قوماندان خيال باز شيرزى ازادۍ راډيو ته وويل:

"د غزني يو شمېر سيمې نا امنه دي، خو دا د دې مانا نه لري چې ګواكې دولتي حاكميت په كې نشته.

دلته هر وخت مخالفين ځپل شوي او هيله ده چى زموږ پرسونل نورهم زيات شي ترڅو په سيمه كې ثبات ټينګ شي."

د مسئولو چارواكو د معلوماتو له مخې د غزني په مركز او ولسواليو كې شاوخوادرې سوه تاريخي اثار شته چې زيارتونه، تاريخي سيمې، ابدات، منارونه او داسې نور په كې شامل دي چې زياتره خواره واره او يو له بله لېرې پراته دي او سره يوځاى كول يي سړكونو ته ضرورت لري.

افغان مسئول ارګانونه ډيرې هڅې كوي، چې تر دوه زره ديارلسم ميلادي كال پورې د دې اثارو او سيمو لږ تر لږه پنځوس فيصده ورغوي.

د اطلاعاتو او فرهنګ د وزارت مرستيال او د توريزم مسئول نبي فراهي وايي چې كه د غزني تاريخي اثار او سيمې ورغيږي، د نړۍ ډير سيالانيان به ورته رامات او د دولت پر عواېدو به مثبته اغيزه وكړي:

"زموږ دنده چې تاريخي اثار او سيمې يي ورغوواو ويي ساتو، دا د هېواد شتمني ده او له بله پلوه د سيالانيانو لپاره د څيړنې او لېدو ښه سيمه ده."

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دا پلان لري، چې په غزنى كې پخوانى لاسي صنايع چې يو وخت يې په نړۍ كې شهرت درلود بيا را ژوندى كړي.

د تېرې چهار شنبې په ورځ د بهرنيو چارو وزارت د غزني د ښار او تاريخي ابداتو د بيارغولو پلان په كابل كې د نړېوالې ټولنې استازېو او د بهرنيو هېوادوونو سفيرانو ته تشريح او ويي ويل، چې غزني اوس مهال د تاريخي اثارو د لرلو له مخې ټولې اسلامي نړۍ او بشري فرهنګ پورې اړه لري او كه نړېواله ټولنه په دې برخه كې يو سلوشل ميليونه ډالره مرسته وكړي دا ښار په رښتيا سره د اسلامي فرهنګ د مركزڅيره غوره كړي.

كار پوها ن وايي د غزني د ښار د بيا رغاونى پريكړه درې كاله دمخه شوې ده خو مسئولو ارګانونو په دې برخه كې لازم اقدامات نه دي كړي او بله دا چې نړېواله ټولنه به له وړانديز شوېو پروژو سره مرسته وكړي او كه نه دا به هم معلومه شي.