په افغانستان كې د اداري فساد په اړه شوې سروې

افغان دولتي چارواكي هم په دولتي ادارو كې فساد مني خو وايي، چې د مخنيوي لپاره يې جدي مبارزه پيل شوې ده.

د افغانستان د اصالت د څارپه نوم يوې موسسې په دې هېواد كې د اداري فساد په اړه يوه سروې كړې چې له مخې يې د افغانستان خلكو د كم كار د ترسره كولو لپاره هم په دولتي ادارو كې رشوت وركړى دى. د دې موسسې په سروې كې چې د پنجشنبې په ورځ په كابل كې خبريالانو ته اعلان شوه راغلي، چې اداري فساد په ټولو دولتي ادارو كې شته په ځانګړي توګه په ولسواليو كې.
په افغانستان كې د اداري فساد د موجوديت له امله د شكايتونو په لړكې يوه نوې سروې ښيي چې په ۲۰۰۹ ميلادي كال كې افغانانو په دولتي اداروكې د تېرو كلونو په مقايسه ډيررشوت وركړى دى.

د افغانستان د اصالت د څارپه نوم د دې موسسې سروې ښودلې ده، چې افغانانوپه دولتي ادارو كې د كم كارد ترسره كولو لپاره هم بډه يا رشوت وركړى، په سروې كې پوښتل شوو خلكو ويلي، چې له رشوت پرته د دوى كارونه په دولتي اداروكې په اسانه نه خلاصيږي.
د افغانستان د اصالت د څارد موسسې رييس يما ترابي


د نوموړې موسسې رييس يما ترابي د پنجشنبې په ورځ په كابل كې خبريالانو ته وويل چې دوى دا سروې د افغانستان په دوه ديرشو ولايتونو كې په ډيره دقيقه توګه ترسره كړې ده:

"په تېر يوه كال كې يومليارد ډالرد خلكو له خوا په دولتي ادارو كې رشوت وركړل شوى په دې كې لوى رشوت نه دى شامل.

په روان ميلادي كال كې زموږ له نظره تردې هم خلكو په دولتي ادارو كې ډيره بډه يا رشوت وركړي دى."

ده څرګنده كړه، چې په دې سروې كې د پكتيكا او نورستان له ولايتونو پرته د افغانستان په نورو ټولو ولايتونو كې له كابو شپږ نيم زره خلكو سره مخامخ خبرې شوي او په دولتي ادارو كې د هغوي د كار د ترسره كېدو د څرنګوالي په اړه ور څخه پوښتنې شوي.

په دې سروې كې ويل شوي، چې په دوه زره نهم ميلادي كال كې د تېرو كلونو په مقايسه په دولتي ادارو كې د رشوت اخيستلو اندازه زياته شوې او د مخنيوي لپاره يې نه يوازې دولت بلكې خلك هم بايد ټينګه همكاري وكړي.

په عين حال كې افغان دولتي چارواكي دا مني چې ګوندې په دولتي ادارو كې فساد زيات دى خو دوى وايي چې فساد تر ډيره خلكو ته د خدمتونو د وړاندې كولو په په برخه كې دى.

د ولسمشر كرزي وياند وحيد عمر زياته كړه:

"په افغان دولت كې اداري فساد يوه ستونزه ده، چې دا د خدمتونوپه ارزه كې موجوده په ګمركاتو كې، پاسپورټ كې، لايسنس او جوازسيركې افغان حكومت ټينګ قدمونه اوچتوي."

تردې وړاندې هم د افغانستان په دولتي اداروكې د ډيرفساد د موجوديت په اړه بېلابېلې سروې ګانې شوي خو دا سروې په داسې حال كې شوې چې په ملي او نړېواله سطح پرافغان دولت په دولتي ادارو كې د ډيرفساد د موجوديت له امله انتقادونه كيږي.

ان د امريكا د كانګرس يوې غړې څه موده مخكې وويل، چې نور به د امريكا د ماليه وركولو له پيسو څخه يوه افغانۍ هم منظوره نه كړي چې په افغانستان كې د فاسدو حكومتي چارواكو جيبونو ته ولويږي.

خو د افغانستان د ماليې وزيرتېره اونۍ د نوموړې څرګندونې په يوه خبري كنفرانس كې رد كړې او ويي ويل، چې ډيرفساد د بهرنيوموسسواوادارو له خوا د نړېوالو له خوا د مرسته شوو پيسو د لګښت په څرنګوالي كې موجود دى.