دوه ورځې وړاندې د هلمند د سنګين ولسوالۍ نه برېتانوي ځواكونو وتل پيل كړه، چې دا ولسوالۍ د امريكا سمندري ځواكونو ته وسپاري.
په عين حال كې د سنګين خلك وايي له امريكايي سرتېرو نه غوښتنه كوو چې امنيت ټينګ كړي بيارغونه پيل كړي او په سنګين كې هغه سيمه خوشې كړي چې د ملكي كسانو عامه شتمني دى.
د هلمند له پنځمې ولسوالۍ نه هم بريتانوي سرتېرو په تدريجي ډول وتل پيل كړه، تېره ورځ برېتانوي ځواكونو د لښكرګاه په شمال كې د سنګين ولسوالۍ نه خپلې غوټې واخيستې او پرځاى يي امركايي سمندري ځواكونو د سيمې قومانده په لاس كې واخيستله.
د دې عملي سره جوخت د سنګين ولسوالۍ عام خلك لږ خوشبينه دي، خو په تېرو كلونو كې هلته موجودې نارامۍ خلك ستړي كړي دي هغوي په خپلو خبرو كې وايي، په امريكايي سمندري ځواكونو باندې اعتماد نه لري چې په سنګين كې به امنيت راولي.
د سنګين ولسوالۍ اوسيدونكي وايي، كه چېرې امريكايان امنيت نه راولي نو ولسوالۍ دې پريږدي او د دوي ژوند دې نور هم نه تنګوي:
"موږ په سنګين كې امنيت غواړواو كه چېر ې دوي يعنې امريكايان امنيت نه راولي نو د سنګين څخه دې ووځي، تر اوسه خو يي هيڅ نه دي او هره ورځ هوانونه او بمباري دي چې پر موږ كيږي، بيارغونه يي هم نه ده كړې او د بازار په منځ كې يي پر سړك باندې شيګى اچولي دي وايي، چې دا بيارغونه ده موږ انګريزان نه غواړو."
سنګين ولسوالۍ وروسته ترهغه امريكايي سمندري ځواكونوته د برېتانوي سرتېرو نه سپارل كيږي چې يوازې دوه مياشتې وړاندې د هلمند په شمال كې د يوې بلې پراخې ولسوالۍ موسي كلا د امنيت او ساتلو ټولې چارې هم د برېتانوي سرتېرو نه امريكايي سمندري ځواكونو ته وسپارل شوې.
په موسي كلا كې امنيت ښه شوى دى خلك هيله ښيي چې د امريكايي سمندري ځواكونو په ورتګ په سنګين كې هم امنيت ټينګ شي او د بيارغونې كارونه به هم چټك شي.
د سنګين ولسوالۍ قومي مشر او روڼ اندۍ شمس الله صحرايي وايي، كه چېرې بيارغونه چټكه نه شي او امريكايي سرتېري د سنګين لپاره د امنيت نوي ستراتيژى او كړن لاره جوړه نه كړي په سنګين كې د دوي پاتې كېدل هم د برېتانوي سرتېرو سره كوم مالوم توپير نه شي پيداكولاى:
"په سنګين كې دې وړ كسان په دنده وګمارل شي، زه وايم چې دا تغير نظامي كار دى مهمه داده چې هلته د امريكايانو كاري پلان وكتل شي كه چېرې دوي د انګريزانو پر قدم قدم ايږدي نو دا يوه بله تېروتنه كوي او هيڅ كله به نتيجه ورنه كړي چې امريكايان هلته بيارغونه پيل نه كړي."
كه څه هم بريتانوي سرتېرو په سنګين ولسوالۍ كې څه د پاسه څلور كاله تېر كړه خو نه يوازې هلته امنيت ټينګ نه كړاى شوو بلكې په دې ولسوالۍ كې بيارغونه، عامه ژوند ښوونه او روزنه بيخې په ټپه ولاړه وه.
خو د هلمند د والي مرستيال عبدالستار ميرزكوال دغه تغيراوتبديل نظامي چارې بولي وايي، په سنګين كې د قوماندې سپارل يوازې په نظامي برخه كې ترسره شوي دي، نه په ملكي برخه كې ميرزكوال وايي اوس هم هلته د بيا رغونې او ښې دولت دارۍ چارې د برېتانوي اړخ په لاس كې دي.
ميرزكوال دغه تغيرات ډيرساده بولي وايي، بهرني سرتېري ټول د يوه ايساف تر چترلاندې كار كوي او په دې برخه كې كارد كومې مالومې ستونزې په خاطر نه دى رامنځته شوي:
"په سنګين ولسوالۍ كې د ځواكونو تبادله يو نظامي كار دى او په سنګين كې زه منم چې امنيتي ستونزې وي، خو د نوو سرتېرو په رسېدو به په هغه ولسوالۍ كې ستونزې هواري شي او بيارغونه به هم تر بل هر وخت چټكه شي."
د هلمند د والي مرستيال په سنګين كې امنيت ډيره لويه ستونزه بولي وايي، ښوونه او روزنه ښه وه خو په سنګين كې امنيت او بيارغونه چې لازم او ملزوم دې په ډيره ټيټه سويه كې وه.
كه څه هم ميرزكوال وايي، په سنګين كې تغيرات نظامي چارې دي او د كومې ستونزې له امله نه دي رامنځته شوي، خو د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي په سنګين كې يي د فشار له امله بهرني ځواكونه اړ ايسته چې سيمه پريږدي.
په هرحال د هلمند له ګرمسير ولسوالۍ نه نيولي چې دوه كاله وړاندې ترې برېتانوي سرتېري ووتل دا د موسي كلا، كجكي او ناوې په گډون پنځمه ولسوالۍ ده چې برېتانوي سرتېرو نه د امريكا سمندري ځواكونو ته سپارل كيږي.
ويل كيږي، برېتانوي سرتېري چې شمېره يي په هلمند كې نهه زره ته رسيږي وروسته تر دې به د لوېو لارو د ساتلو تر څنګ د لښكرګاه او نادعلي ولسواليو نه ساتنه كوي او د ښې دولت دارى او بيارغونې پراخه كارونه به پيلوي.