په كابل كې د نړېوال كنفرانس لپاره تيارى

د كابل د نړېوال كنفرانس د تېارېو لپاره نن په كابل كې د همغږۍ او سمون د بورډ ۱۴ غونډه جوړيږي.

د افغانستان د ماليې وزارت وياند عزيز شمس نن ازادۍ راډيو ته وويل، چي په دغه غونډه كې به د كابيني يو شمېرغړي، په افغانستان كې د مرسته كوونكو هېوادونو او د نورو خپلواكو ادارو استازي ګډون وكړي.

همدارنګه د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې د سمون او همغږۍ په دغه غونډه كې به د نړېوالو مرستو د لګښتونو او د پخوانيو ژمنو پر پلي كولو هم تمركز وشي.

د سمون او همغږۍ بورډ د افغان دولت او مرسته كوونكو هېوادونو له استازو څخه جوړ دى چې په منظم ډول غونډې كوي.