يوه ايراني مقام پرون ومنله، چې پر دغه هېواد نوي لګول شوي بنديزونه ممکن د ايران اتومي هلې ځلې ورو کړي.
د ايران د اتومي انرژۍ د ادارې د رييس علي اکبرصالحي دا څرګندونې پر ايران د ملګروملتو د نوېو بنديزونود اغېز په باب د يوه ايراني چارواکي لومړني اعتراف دي.
د ايران رسمي خبري اژانس ايرنا د صالحي په قول وويل :«که د بنديزونو هدف دا وي چې د ايران د اتومي فعاليتونو مخه ونيول شي، موږ وايو ممکن دوي دا کار ټکني کړي، خوهلې ځلې به ونه درولي شي.»
تر دې مخکې ايراني چارواکو په اطمينان نوي بنديزونه بې ګټې او بې اغېزې بللي وو، لوېديځ هېوادونه شک لري چې ايران هڅه کوي اتومي وسله جوړه کړي خو ايران دا تورونه ردوي.