ايكن بيري او ميرمن يي د كابل ښارپه پاكولو كې برخه واخيسته

زما او زما ميرمن ډيرخوښ يو، چې دلته يو او د ښار په پاكولو كې برخه اخلو

د امريكا سفيركارل ايكن بيري په خپلو ګوتو، كاغذونه، بوتلونه، زاړه پلاستيكونه او داسې نور خل پل راټولول او په كثافت دانيو كې يي غورځول. د كابل ښار د پاكولودا پروګرام د يو شمېرافغان محصلانو په ابتكار د چهارشنبې په ورځ تنظيم شوى و. دې محصلانوڅه موده مخكې د فولبرايت د پروګرام له لارې امريكا ته تللي اوهلته يي د چاپېرېال ساتنې په برخه كې روزل شوي دي.
سره له دې چې، د كابل ښاريان د چاپيريال له ككړتيا او د ښار له نا پاكۍ څخه شكايت كوي د چهارشنبې په ورځ د يو شمېرافغان محصلانو په ابتكار د ښار په ځينوسيمو كې د لارو او كوڅو د پاكولو يو پروګرام پلي شو، دا محصلان څه موده مخكې امريكا ته تللي او د چاپيريال ساتنې پروګرام ته روزل شوي دي.

د كابل ښار د پاكولو په پروګرام كې د امريكا د متحدو ايالاتو سفېراو د ده ميرمن له يو شمېرافغان چارو سره اوږه په اوږه برخه اخيستى وه.
دوي وايي د كابل د ښار پاكوالى زموږ دنده ده


ايكن بيري په داسې حال كې زاړه كاغذونه، پلاستيكونه او داسې نورخل پل يي په ګوتو راټولول او كثافت دانيو ته يي غورځول، ويي ويل، اوس مهال دې هم د كابل ښارېواوسيدونكى دى او پاك ساتل يي د ده دنده هم ده:

"زما او زما ميرمن ډيرخوښ يو، چې دلته يو او د ښار په پاكولو كې برخه اخلو، زه او د امريكا د سفارت ټول كاركوونكى دا ضروري بولي چې د كابل ښار او چاپيريال بايد پاك اوسي او دوى په كې هم برخه واخلي."

افغان محصلان چې څه موده مخكې د يو پروګرام له لارې امريكا ته تللي و، هلته يي د چاپيريال ساتنې زده كړي او اوس مهال يي په كابل كې، د مشورې او پاليسي په نوم يوه ټولنه جوړه كړې ده.

د دې ټولنې يوه مسئول غړي اسد ضمير وويل، دوى هڅه كوي چې د دې د وړانديز شوېو پروګرامونو له لارې په هېواد كې يومثبت خوځښت راولي، ده وويل:

"زموږ اوسنى پروګرام د پاكوالي لپاره د ښه مديريت د يوې وړانديز شوي طرحې وړاندې كول دي، موږ د خپل انجمن له لارې غواړو چې د ښه حكومتدارى، د ظرفيتونو د لوړولو او د فساد د له منځه وړلو لپاره هم طرحې وړاندې كړو."

د دې پروګرام عملي كول او په كې د امريكا د متحدو ايالاتو د سفيراو دده د مېرمنې ګډون كول ښاريانو ته ښودله چې د ښارهر اوسيدونكى كه د دوه توان سره د ښار په پاكۍ كې برخه واخلي، ښار به په لږه موده كې له ككړتيا پاك شي.

په دې هكله د افغانستان د چاپيريال ساتنې اداره له دولت او مرستندوېو بهرنيو ادارو هيله كوي چې د ښار په پاكولو كې دى له دوي سره مرستې وكړي،د روغيتايي چارو كارپوهان د كابل اوسنى چاپيريال د هر ډول ناروغيو لامل بولي.

راپور:خان محمد(سيند)