د يو بل خبر له مخې د كندهار د ولايت مقام له خوا په خپره شوې يوې اعلاميې كې په دغه ولايت كې د نهو وسلوالو مخالفينو د وژل كېدو خبر وركړل شوى دى.
په اعلاميې كې راغلي چې شپږ وسله وال مخالفين چې غوښتل يي د پنځوايي ولسوالۍ په سپيروان او ناخونې سيمو كې د سړك د غاړې ماينونه خښ كړي چې د ايتلافي ځواكونو او د هغوي د كشفي الوتلو له خوا په نښه شول او درې نور وسله وال مخالفين بيا د ژيړي ولسوالۍ د مكتب په سيمه كې د پوليسو او ايتلافي ځواكونو سره په مخامخ جګړه كې وژل شوي دي.
وسله وال طالبان بيا يواځې په مخامخ جګړه كې د يوطالب وژل مني او ادعا كوي چې په دې جګړه كې يي اته پوليس وژلي دي، خو چارواكو د دوي ادعا رد كړې ده.