د انتخاباتو كميسيون د ۳۱ كانديدانو نومونه توږلي

د افغانستان د انتخاباتي شكايتونو د اورېدلو كميسيون غړى او وياند احمدضيا رفعت

د افغانستان د انتخاباتي شكايتونو د اورېدلو كميسيون د ولسي جرګې د كانديوانو له وروستي لست څخه د ۳۱ نومونه د توږلو خبره كوي، د دوى په وينا دغه كانديدان د غير مسولو وسلوالو ګروپونو سره په تړاو تورن دي. د افغانستان د انتخاباتي شكايتونو د اوريدلو د كميسيون غړي او وياند احمدضيا رفعت به کابل كې خبريالانو نور جزيات هم وركړي.
د افغانستان د انتخاباتي شكايتونو د اورېدلو كميسيون په وينا د دغو ۳۱ كانديدانو نومونه د غيرمسوولو وسلوالو ډلو سره د تړاو په تورد كانديدانو له وروستي لست څخه توږل شوي دي.

د دغه كميسيون د يو تن غړي او وياند احمدضيا رفعت په وينا، ياد شوي كسان د يوه ځانګړي څيړنيز كميسيون له خوا، چې د افغانستان د امنيتي ارګانونو او د انتخاباتو د خپلواك كميسيون غړي په كې ګډون لري، پيژندل شوي:

(د افغانستان د انتخاباتي شكايتونو د اورېدلو كميسيون دغه كانديدان چې غيرو مسوولو وسلوالو ډلو سره په تړاو تورن دي د انتخاباتو د دولسمې مادې د اوم بند له مخې له كاندېدېدلو محروم ګڼي او په دې اړه د افغانستان د انتخاباتو خپلواك كميسيون ته د اعلاميې په ترڅ كې خبر وركوي چې د دوى نومونه د كانديدانو له وروستي لست څخه وايستل شي.)

كه څه هم ښاغلي رفعت د كانديدانو نومونه وانه خيستل خو ويي ويل چې دغه كانديدان د پروان، نيمروز، خوست، هرات، فارياب، فراه، دايكندي، نورستان، كندز، سر پل، غور، تخار، بدخشان، جوزجان، كاپيسا او غزنې ولايتونو څخه دي.

د ښاغلي رفعت يه وينا د انتخاباتي شكايتونو د اورېدلو كميسيوته هم په سلګونو شكايتونه رسيدلي دي:

(د كانديدانو د نوم ثبتولو د بهيرله پيل څخه تر دې دمه د انتخاباتي شكايتونو د اورېدلو كميسيون ته پنځه سوه شكايتون رارسيدلي دي او د كمپاين له پيل نه تر اوسه پنځوس شكايتونه لرو.)

د يادونې وړ ده چې تر دې د مخه هم د غيرو مسوولو وسلوالو ډلو سره په تړاو د ولسي جرګې انتخاباتو ته د كانديانو له وروستي لست څخه د پنځو كسانو نومونه توږل شوي وو.

د افغانستان د انتخاباتي شكايتونو د اورېدلو د كميسيون په وينا دوى د انتخاباتو تر ورځې پورې د كانديدانو په وړاندې د كره شكايتونو په موجوديت كې د كانديانو له وروستي لست څخه د دوى د نومونو د لرې كولو صلاحيت لري.