په لوګر كې په يوه ماين چاودنه كې ۴ كسه وژل شوي

په لوګركې د ماين په يوې چاودنه كې څلور پوليس وژل شوي او يو بل ټپي دى.

د كورنيو چارو وزارت له خوا په يوه خپره شوي خبرپاڼه كې ويل شوي دي، دغه چاودنه تېره ورځ د لوګر په بركي برك ولسوالۍ د پوليسو په يوره رنجر موټر وشوه.
په اعلاميې كې همدا راز ويلي شوي، چې پوليسو تېره ورځ په ننګرهار، ميدان وردګو،هلمند او خوست ولايتونو په بېلابېلو سيمو كې د پرسونل، وسايطو ضد يو شمېر ماينونه ريموټ كنټرول بمونه او نور چاوديدونكي توكي هم كشف كړي دي.