د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما له اسراییلواو فلسطینیانو څخه په ټینګه وغوښتتل، چې په راتلونکو درېو میاشتو کې دې مخامخ خبرې پیل کړي.
ولسمشر اوباما په سپینې ماڼۍ کې د اسراییلو له صدراعظم بینیمین نتنیاهو سره له کتنې وروسته وویل، دی باور لري چې اسراییل، له فلسطینیانو سره د مستقیمو خبرو بیرته پيل کېدو ته جدي دی:
"موږ د منځني ختیځ د سولې په اړه پراخې خبرې وکړې، زه باور لرم چې صدراعظم نتیاهو سوله غواړي، زه فکر کوم ، دی لیواله دی چې د سولې لپاره خطر ومني. زموږ په خبرو کې ده یو ځل بیا له فلسطینیانو سره په جدي خبرو کې د شمولیت اراده وښودله."
موږ د منځني ختیځ د سولې په اړه پراخې خبرې وکړې، زه باورلرم چې صدراعظم نتیاهو سوله غواړي، زه فکر کوم ،دی لیواله دی چې د سولې لپاره خطر ومني، زموږ په خبرو کې ده یو ځل بیا له فلسطینیانو سره په جدي خبرو کې د شمولیت اراده وښودله.
ولسمشر اوباما وویل، هیله من دی چې د سپتمبرد میاشتې له پايه مخکې چې په میشت ځایونو باندې لګول شوی بندیز پاى ته رسیږي، د فلسطینیانو او اسراییلو تر منځ مستقیمې خبرې بیرته پیل شي، فلسطینیانو له اسراییلو سره مخامخ خبري په ۲۰۰۸ میلادي کال کې هغه مهال بندې کړې چې اسراییلو په غزې باندې حمله وکړه.