د انګلستان د دفاع وزارت د سې شنبې په ورځ وویل، د دوي یوه عسکر د هلمند ولایت په نهر سراج ولسوالۍ کې د یکشنبې په ورځ ګزمه کوله چې د سړک د غاړي بم پرې وچاودېد او ټپي شو.
ټپی شوی سرتېرى انګلستان ته انتقال شو خو د دوشنبې په ورځ یي په روغتون کې ساه ورکړه، له دې مخکې د ایساف شپږ عسکر په جلا جلا پېښو کې وژل شوي وو.
په راپورونو کې ویل شوي، د روان عیسوي کال له پیل نه تر اوسه په افغانستان کې درې سوه اوه دیرش بهرني عسکر وژل شوی دي.
په عین حال کې د غزنی ولایت د امنیې قوماندان جنرال خیال باز شیرزی وایي، پولیسو د سې شنبې په ورځ د یوه ساختماني شرکت د شپږو کاریګرو مړي میندلی دي.
جنرال شیرزي زیاته کړه، دا کاریګر مشکوکو طالبانو د پکتیکا ولایت له ښرنې څخه تښتولي وو او بیا یي مړي د غزني ولایت په څلورو جلا سېمو کې غورځولي وو.