د پوهنې وزارت د اداري فساد د مخنيوي يوه نوې اداره جوړه كړه

د ۳۵ مليونو افغانيو په ارزښت تړون د افغانستان د پوهنې وزير او د يو ان ډي پي ادارې د مسئول ترمنځ لاسليك شو

د افغانستان د پوهنې وزارت د ملګرو ملتونو له پراختيايي ادارې سره يو تړون لاسليك كړ، چې له مخې به يې په دغه وزارت كې د اداري فساد پر ضد يوه نوې اداره جوړه شي. د ۳۵ مليونو افغانيو په ارزښت دغه تړون د سې شنبې په ورځ د افغانستان د پوهنې وزير او د يو ان ډي پي ادارې د مسئول ترمنځ لاسليك شوى.
د افغانستان د پوهنې وزارت غواړي، د ملګرو ملتونو د پراختيايي ادارې په مرسته په ټول هېواد كې د پوهنې په برخه كې د اداري فساد د مخنيوي لپاره يو ځانګړى ميكانيزم پيل كړ.

د پوهنې وزارت د سې شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د پراختيايي ادارې يا UNDP سره په دې برخه كې يو تړون لاسليك كړ، چې له مخې به يې په پوهنې وزارت كې د اداري فساد د مخنيوي لپاره د څارنې او ارزونې يوه پنځوس كسيزه اداره جوړيږي.
د پوهنې وزير وويل، د نورو وزارتونو په پرتله په دغه وزارت كې اداري فساد لږ دى


د تړون د لاسليك پر مهال د افغانستان د پوهنې وزيرغلام فاروق وردګ وويل، چې د دې ادارې ځانګړى كار د شكايتونو اورېدل دي او دا به د اداري فساد په وړاندې مبارزه سيستماتيكه كړي.

د پوهنې وزير وويل، د نورو وزارتونو په پرتله په دغه وزارت كې اداري فساد لږ دى، دا ځكه چې په سلو كې نوي كار كوونكي يي ښوونكي دي چې اداري فساد ته لاس رسۍ نه لري، هغه تمه وښودله چې د نوې ادارې په رامنځ ته كېدو سره به د اداري فساد لا ډيرمخنيوى وشي.

د ملګرو ملتونو پراختيايي اداره چې د دغې پنځوس كسيزې ادارې په پر مخ بولو كې له پنځو ديرشو مليونو افغانيو نه ډيره مرسته كوي، وايي چې په ټولو دولتي ادارو كې به د اداري فساد د مخنيوي لپاره دغه ډول ميكانيزمونه جوړكړي او دا كار به درې كاله وخت نيسي او ۲۲ ميليونه امريكايي ډالره لګښت به ولري.

په افغانستان كې د ملګرو ملتونو د پراختيايي ادارې رييس منوچ بسناټ وويل:

”دا پروګرام اوس مهال د درېو كالو لپاره دى او تمه لرو چې له درېو كالو هم ډېر دوام وكړي، ددې پروژې ټول لګښت ۲۲ ميلونه ډالره دى چې د ملګرو ملتونو پراخيتايي اداره او ډونران يې وركوي.“

د ملګرو ملتونو پراختيايي ادارې پخوا تر دې په درېو نورو وزارتونو كې هم د اداري فساد د مخنيوي لپاره د ځانګړو ادارو په جوړولو كې مرسته كړې ده.

افغان دولت وايي، په دې وروستيو كې يې د اداري فساد پر ضد مبارزه ګړندى كړې ده، خو بل خوا يو شمېر خلك شكايت كوي چې د دې ټولو هلو ځلو سره سره يې بيا هم په دولتي ادارو اداري فساد د يوې لويې ستونزې په توګه پاتې دى.

معصوم ميوند_كابل