د هرات ولايت په رباط سنګي ولسوالۍ كې تېره ورځ د ناټو ځواكونو په يوې ګزمې باندې د سړك د غاړې ماين الوتى چې په ترڅ كې يو شمېربهرني سرتېري مړه او ژوبل شوي دي.
د هرات د والي وياند نقيب الله اروين ازادۍ راډيو ته نن پېښه تاييد او زياته يي كړه، چې په دې چاودنه كې د ناټو د ځواكونو دوه سرتېري وژل شوي او څلور نور د يوه افغان ژباړونكي په ګډون ټپيان شوي دي.
د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي د پېښې مسوليت په غاړه اخيستى او ادعا يي كړې چې په دې چاودنه كې يي د بهرنيو ځواكونو دوه ټانګونه ويجاړاو په كي سپاره پنځه تنه سرتېري يي وژلي دي خو دولتي چارواكي د طالبانو دا ادعا ناسمه بولي.