د فوټبال د نړېوال جام سيالۍ نيمه پاى لوبې نن پیلږي

د هالنډ ټیم د کابل په وخت د شپې په یوولسو بجو له یوروګوې سره لوبه کوي، هالنډ له دې مخکې د برازیل ټیم ته د یوه په مقابل کې په دوو ګولونو ماتې ورکړې.

سبا شپې ته د جرمني او اسپانیا ټیمونه سره لوبه کوي، د جرمني ټیم د اتوغوره ټیمونو په مسابقو کې له ټولو زیاتې نمرې ګټلي دي.

د نن او سبا د لوبو په نتیجه کې به دوه هغه ټیمونه وپیژندل شي چې د جام د ګټلو لپاره به سره لوبه وکړي، ټاکل شوی ده، چې فاینل یا روستۍ لوبه د راتلونکي یکشنبې په ورځ ترسره شي.