د امریکا بهرنیو چارو وزیرې پرون وویل، واشنګټن د ګرجستان د ځمکنی تمامیت په اړه نه بدلیدونکې او ثابت تعهد لري.
هیلري کليټن دا خبره په تبلیسي کې د ګرجستان له ولسمشر میخاییل شکاشویلي سره له لیدو وروسته وکړه او ويي ویل چې امریکا روسیې ته ویلي دي چې د نفوذ ساحې نه مني:
(زه د امریکا د ولسمشراو خپل یو څرګند پیغام سره ګرجستان ته راغلې یم، د ګرجستان ملي حاکمیت او ځمکنی تمامیت ته د امریکا ژمنه ثابته او نه بدلیدونکې ده، متحد ایالات د چا د نفوذ ساحې نه مني ما او ولسمشر اوباما خپلو روسیي سارېو ته مخامخ دا خبره کړې ده.)
د امریکا بهرنیو چارو وزیرې په ابخازیا او جنوبي اوسیتیا کې د روسیي له خوا د دایمي پوځي اډو د جوړولو په اړه اندېښنه څرګنده کړه، روسیی او ګرجستان یو کال مخکی د دغو دواړو بیلتون غوښتونکو سیمو په سریوه لنډه جګړه سره وکړه.
میرمن کلېنټن له روسیي وغوښتل، چې د جګړې د اوربند ژمنې دې ترسره کړي او خپلې قواوو دې له هغو سیمو ستنې کړي چې په جنګ کې یې نیولي دي،د امریکا بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلېنټن ختیځې اروپا او قفقاز ته د خپل پنځه ورځني سفر په پای کې د ګرجستان لیدنه وکړه.