په كابل كې د يوشمېرموټرچلوونكو اعتراض كړى، چې د كابل-هرات پر لويه لارله ګڼو ستونزو سره مخ دي او زياتره وخت د كوم مسافر له خوا د مخدره موادو د انتقال په ګناه كې دوى هم نيول كيږي.
د مسافر وړونكو لوېوموټرونوپه سلګونوچلوونكواو كلينرانو له همدې امله د دوشنبې په ورځ په كابل كې د كارد نه كولو په اعتصاب لاس پورې كړى و.
په داسې حال كې چې افغان چارواكي وايي، د مخدره موادو پر ضد يې مبارزه ګړندۍ كړې، يو شمېرموټرچلوونكي په ځانګړې توګه د مسافر وړونكو موټرو چلوونكي شكايت كوي چې كله كله د مخدره موادو د قاچاق د نورو په ګناه كې دوى نيول كيږي.
د كابل- هرات د لويې لارې په لسګونو د مسافر وړونكو موټرو چلوونكو او كلينرانو له همدې امله د كابل ښار په لويديځ كې په اعتراض لاس پورې كړى و.
دوى وايي، ځينې پوليس چې كله د مسافرو په لوى موټركې له كوم كس سره مخدره مواد ونيسي، نو په تور يې د موټر چلوونكى او كلينر چې له سره په پېښه كې لاس نه لري، هم نيسي.
اعتصاب كوونكو وويل، چې شاوخوا يو زرو پنځه سوه مسافر وړونكي لوى موټرونه به ترهغو له كابله كندهار اوهرات تګ او راتګ بند كړي ترڅو پورې يې چې ستونزې نه وي هوارې شوي.
دوى ادعا وكړه، چې شاوخوا څلويښت ملګري يې په همدې تور بنديان شوي دي، دوى د ستونزې د حل لپاره يو وړاندېز دا وكړ، چې د موټرو په ترمينالونوكې دې هم د هوايي ډګرونو په شان د پوليسو له خوا د تالاشۍ امكانات برابر شي.
په عين حال كې هغه خلك چې د كابل كندهاراوهرات پر لويې لارې سفرونه كوي هم په دغو لارو د بېلابېلو ستونزو په اړه شكايتونه كوي.
افغان چارواكو تل ويلي، چې د لويولارو د امنيت د ټينګولو لپاره جدي هلې ځلې كوي، خو د موټرچلوونكو د يادو شوېو ستونز په اړه له هڅو سره سره د كورنيو چارو وزارت د غبرګون په اخيستلو بريالي نه شولو.
د افغانستان د پوليسو د چلند په اړه پخوا هم شكايتونه شوي، ځينې كارپوهان د دې ستونزې يوعلت دا بولي چې افغان پوليسو ته په سمه توګه روزنه نه وركول كيږي او له مسلكي پلوه پياوړي نه دي، خو افغان چارواكو وايي د پوليسو په ګډون د افغان امنيتي ځواكونو د روزنې او اصلاح لپاره كار روان دى.