د پولنډ په انتخاباتو كې بوريس لاوکوموروفسکي زياتې رايي ګټلې

په پولنډ کې د تېرې ورځې د جمهوري رياست د انتخاباتو له ٩٥ فيصده شمېرل شوېو راېو څخه ښکاري چې د پولنډ د واکمن سياسي ګوند کانديد بوريس لاوکوموروفسکي تر يو پنځوس فيصدو زياتې رايې اخيستي او تقريبا ګټونکى ښکاري.

تازه ارقام ښيي چې نوموړي ٥٢ اعشاريه درې شپېته فيصده رايې خپلې کړي،د نوموړي سيال ياروسلاو کاچينسکي چې د شمېرل شوېو رايو د تازه ارقامو له مخې په دغو انتخاباتو کې په دوېم کتار کې دى، ٤٧ اعشاريه اووه دېرش فيصده رايې اخيستي.