مککین: له افغانستان څخه د سرتېرو اېستلو ته ضرب الاجل ټاکل لویه تېروتنه ده

د اریزونا سناټور جمهوري غوښتونکي جان مککېن

د اریزونا سناټور جمهوري غوښتونکي جان مککېن له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو لپاره د ولسمشر بارک اوباما ضرب الاجل هغه پرېکړه وبلله، چې د ستونزې له حل سره مرسته نه شي کولای.

ده وویل، دا یوه بې وخته نغاره ده چې هم متحدانو او هم د ښمنانو ته غږول کېږي. مککېن ادعا وکړه، چې دی په پوځي چارو کې ډېره زیاته تجربه لري او ښه پوهېږي، چې د ستراتیژۍ او تکتیک هدف څه دی.

ده وویل، که تاسو دښمن ته په ډاګه ووايئ، چې په دغه ټاکلې نېټه وزئ نو هغه به ستاسو تر وتلو پورې منتظر پاتې شي.

د کارولینا د ایالت سناتور لیندسي ګراهام وویل، د ضرب الاجل ټاکل به د ابهام او ګډوډۍ په راوستو سره د جګړې هڅې بې اغېزې کړي.

ده وویل، که خلک فکر وکړي، چې موږ وزو، نو د امریکا لپاره به د بریالیتوب هېڅ چانس نه وي.

د کلیفورنیا ایالت سناتور جمهوري غوښتونکي دونکان هونټر وویل، د ۲۰۱۱ کال جولای میاشت له بریدمنانو نیولې تر جنرالانو پورې د هر امریکايي پوځي پر اوږو یو دروند پېټی شوی.

هونټر زیاته کړه، چې سختې ورځې په مخ کې دي او دی فکر نه کوي چې دا کار به په یو کال کې ختم شي.

د کونیتیکټ سناتور جو لیبرمن وویل، د وتلو د نېټې ټاکل به افغانانو، طالبانو او د ګاونډیو هېوادونو خلکو ته دا پیغام ورکړي، چې موږ په ډېرې بې پروايۍ سره وزو.

نوموړي چې په کابل کې خبرې کولې، زیاته کړه، موږ باید دا جګړه وګټو، نو ځکه د هغې لپاره باید ضرب الاجل ونه ټاکو.

په واشنګټن کې د افغانستان سفیر سیدطیب جواد هم وايي، چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل باید روان وضعیت ته په پام سره تنظیم شي، نه د یوې ټاکلې نېټې پر بنسټ.

جواد وویل، یو تصنعي ضرب الاجل واضحاً چې ډېره ښه مفکوره نه ده. ده زیاته کړه، که پر داسې ضرب الاجل چې حقیقي بنسټ نه لري، له حده زیات ټینګار وشي، نو نتیجه به یې دا وي چې دښمن به نورهم زړور او جګړه به لا اوږده شي.

د افغان سفیر په وینا، ضرب الاجل باید عیني شرایطو ته په پام سره وټاکل شي. ده زیاته کړه، تروریستانو ته باید دا واضح پیغام ورکړل شي چې امریکا، ناټو او افغانان به خپلې هڅې ترپایه جاري وساتي.

دا په داسې حال کې ده، چې جنرال دېوېډ پټرویس پرون په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د نوي عمومي قوماندان په توګه د دندې د تسلیمۍ پرمهال په خپله وینا کې وویل، چې امریکا به په دې جګړه کې بریالیتوب ترلاسه کړي.

جنرال پیټرویس هم له افغانستانه د ځواکونو د اېستلو لپاره د ټاکل شوي ضرب الاجل پلوی دی خو په عین حال کې وايي، چې د ځواکونو وتل باید شرایطو ته په پام سره وي.