جنرال ډیویډ پیټریوس له نوې ماموریت سره

امریکايي جنرال ډېویډپېټرایوس نن رسماً په افغانستان کې د امریکا او ناټو د ځواکونو د عمومي قوماندان په توګه خپله دنده پیل کړه. په هغو رسمي مراسمو کې چې د قوماندې د تسلیمۍ پرمهال په کابل کې د ناټو په مرکزي قرارګاه کې جوړه شوې وه پېترایوس وویل، د افغانستان د جګړې په اړه له شکونو او له ډېرو تلفاتو سره سره بیاهم نړیواله ټولنه د افغانستان په جګړه کې د بریالیتوب نیت لري.
په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو نوي ټاکل شوي قوماندان جنرال پېټرایوس ته د قوماندې د سپارلو په مناسبت د ناټو په مرکزي قرارګاه کې په جوړو شویو مراسمو کې دوه بیرغونه ورکړل شول، یو د امریکايي ځواکونو او بل د ناټو.

ده په خپله وینا کې وویل، مهمه دا ده چې افغانان او نړیوال په دې پوه شي چې القاعده او د دې شبکې متحدو ډلو ته به اجازه ورنکړل چې بیا په افغانستان کې ځاله وکړي او له دې ځایه پر امریکا او نوروهېوادو حملې تنظیم کړي. پېترایوس د ناټو او افغان چارواکو په ګډون د غونډې څو سوه ګډونوالو ته په وینا کې زیاته کړه، موږ یوه حساس پړاو ته رارسېدلي یو او دا نیت لرو چې بریالي شو.

په افغانستان کې د امریکا او ناټو د ۱۳۰زره کسیز ځواک نوي ټاکل شوي قوماندان د مخکیني قوماندان جنرال سټېنلي مک کریسټل د خدمتونو یادونه هم وکړه ویې ویل، ترلاسه شوي پرمختګونه د مک کریسټل د مثبت نظر، انرژۍ او رهبرۍ ښودونکي دي. د ده په وینا په قومانده کې بدلون د مک کریسټل په ستراتیژۍ کې چې د ملکي وګړو پر مصوونیت یې ډېر ټینګار کاوه د عمده بدلون په معنی نه ده.

پېترایوس وویل چې په وروستیو څو میاشتو کې افغانستان د درنو جګړو شاهد و او زیاته یې کړه، په داسې حال کې چې د امریکا پوځ خپل حیاتي ماموریت ته دوام ورکوي، دا هڅې به هم جاري وساتي چې ملکي تلفات په قطعي ډول ترټولو ټیټې اندازې ته راکم شي.

خو د نړیوالو قواوو ټاپ قوماندان زیاته کړه، دی به وګوري چې په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې ملکي او پوځي ماموریت، په کومو برخو کې بیاکتنه غواړي.

پېترایوس د ده تر قوماندې لاندې نړیوالو سرتېرو ته هم خپل پیغام واوراوه ویې ویل چې د دوی او د افغان ځواکونو د ساتنې لپاره به له خپلو ټولو امکاناتو څخه کار واخلي.

د اسوشېتېدپرس خبري آژانس د راپور له مخې د دې وینا معنی ښايي دا وي چې دی به پر ټولو هغو پوځي اصولو له سره غور وکړي چې د ناټو په مشرۍ ځواکونه یې پر بنسټ جګړه کوي. په دې اصولو کې یو ښايي له هوايي بمبارۍ او درنو وسلو څخه کار اخیستل وي چې جنرال مک کریسټل د ملکي تلفاتو د مخنيوي لپاره بندیز پرې لګولی و. نړیوالو ځواکونو به تل شکایت کاوه چې له دې بندیز سره د دوی خپل ژوند له خطر سره مخامخ شوی او ګټه یې طالبانو او وسله والو مخالفینو ته رسېږي.

د نړیوال ائتلاف د ګډو ځواکونو د مرکزي قرارګاه قوماندان جرمني جنرال ایګون رامس چې له پېترایوس څخه مخکې یې خبرې کولې، هم په خپله وینا کې د جنرال مک کریسټل د خدماتو ستاینه وکړه، ویې ویل چې مک کریسټل نړیوال ائتلاف په ډېرو سختو شرایطو کې مخ پر وړاندې روان کړی و.

جرمني جنرال په افغانستان کې د ملکي وګړو پر مرګ ژوبله خواشینې وښوده خو زیاته یې کړه چې خلک باید هغه ملکي افغانان هم هېر نکړي چې د طالبانو په حملو کې وژل شوي دي.