د ناروې سره صلیب له کابل امبولانس سره د نورو مرستو ژمنه وکړه

د ناروې سور صلیب تر یو بل کاله پورې له کابل امبولانس سره د تېلو او تخنیکي وسایلو مرسته کوي

سره له دې چې د افغانستان خلك، په هېواد كې د روغتونو او په عاجلو پېښو كې د روغتيايي مركزونو له كموالى شكايت كوي، خو ليدل كږي، چې د روغتيا وزارت د دغې نيمګړتيا د پوره كولو لپاره د دوى د نويو هڅو خبرې كوي.

په دې لړ كې، د كابل امبولانس د فعاليتو د ښه والي او پراختيا په مقصد د يكشنبې په ورځ د افغانستان د عامې روغتيا د وزارت او په كابل كې د ناروې د سره صليب د ادارې ترمنځ يو تړون لاسليك شو.

د دې تړون له مخې، د ناروې د سره صليب ادارې ژمنه وكړه، چې له كابل امبولانس سره به ترراتلونكي يوه كاله پورې، د تيلو او نورو تخنيكي وسايلو نوره مرسته هم وكړي.

د عامې روغتيا د وزارت سرپرستې ډاكتر ثريا دليل وويل، دوى پلان لري، چې د كابل امبولانس څانګې په نورو ولايتونو كې هم فعالي كړي:

"د عامې روغتيا وزارت په پام كې لري، چې د دې سرويس څانګې په زونونو او ولايتونو كې هم فعالي كړي، پخوا د دۍ سرويس چارې افغانانو او د ناروى د سره صليب متخصصينو پرمخ بيولې وروسته له دې دا چارې په خپله افغانان پرمخ وړي."

كابل امبولانس په ۱۳۸۲ هجري كال كې د ناورې د سره صليب په مالي او تخنيكي مرسته جوړ او ياد شوې صره صليب ژمن شو چې هركال به د كابل امبولانس د لګښتونه پنځوس فيصده په غاړه اخلي.

د عامې روغتيا د وزارت چارواكو وويل، چې كابل امبولانس په څلرويشتو ساعتونو كې فعال او په عاجلو پېښو كې ټپيان او ناروغان روغتيايي مركزونو او روغتونونو ته لېږدوي.
د کابل ښار اوسېدونکي په کابل کې د امبولانسونو له کمښت څخه ښکایت کوي.


د ناروې سره صليب هركال له كابل امبولانس سره څه باندې پنځه لس ميليونه افغانۍ مرسته كړې ده او بيا يې هم ژمنه وكړه، تريوه كاله به ورسره نوره مرسته هم وكړي.

په كابل كې د ناروې د سره صليب مسوول ګرېس ين وويل، وروسته له دې د كابل امبولانس چارې افغانانو ته سپارو او د لاښه والي لپاره به ورسره مرستې جاري وساتو:

"كابل امبولانس سرويس يوسلو اته كاركوونكي لري، اوسمهال د دوى فعاليتونه ښه شوي دي، هيله دا فعاليتو د هېواد هرې سيمي ته ورسيږي، موږ به له دې سرويس سره نورې مرستې هم وكړو."

كابل امبولانس هركال اوه لكه امريكايي ډالره لګښت لري. خو خلك وايي، چې اوسمهال يوازې د كابل په ښار كې، څه كم پنځه ميليونه خلك اوسيږي، څوارلس يا پنځه لس امبولانسه د دوى اړتياوې نه شي پوره كولى.

خو د عامې روغتيا وزارت وايي، دوى هڅې كوي، چې دې برخې ته د بهرنيو موسسو زياته پاملرنه را واړوي او مرستې يې جلب كړي.