د افغانستان د ولسمشر د فرمان پراساس جنرال رحمت الله نبيل د ملي امنيت د عمومي رييس او جنرال حسام الدين د دې اداري د مرستيال په توګه ټاكل شوي دي.
د جمهوري رياست د چارو د ادارې د پاليسۍ مرستيال سيد ولي سلطان ازادي راډيو ته وويل، چې دواړه جنرالان د ښه كاري وړتيا پراساس ټاكل شوي او خپلې دندې به په ښه توګه پرمخ بوځي.
تر دې وړاندې جنرال نبيل د جمهوري رياست د محافظت د قطعې د رييس په توګه دنده ترسره كوله.
جنرال رحمت الله نبيل او جنرال حسام الدين وروسته ترهغې د ملي امنيت د ادارې د عمومي رييس او مرستيال په توګه ټاكل كيږي، چې كابو يوه مياشت مخكې امرالله صالح د ملي امنيت د عمومي رياست له څوكۍ څخه استعفا وكړه او ولسمشر كرزي د هغه استعفا ومنله.