د افغانستان د صنايعو ټولنې چارواكو په وينا دولت په هېواد كې د صنعت د غوړېدا لپاره د پام وړكار نه دى كړى، بل خوا د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو وزارت چارواكي هم مني چې په تېرو څو كلونو كې د صنعت كارانو د ستونزې د هوارولو سره ډير څه نه دي كړي، خو په راتونكې كې خپل پروګرامونه لري.
د افغانستان د صنعت كارانو ټولنه وايي، د تېرو څو كلونو راهيسې له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي، خو افغان دولت يې په هوارولو كې تراوسه پورې اقدامات نه دي كړي.
د افغانستان د صعنت كارانو د ټولنې چارواكو د يكشنبې په ورځ په كابل كې د يوې خبري غونډې په ترڅ كې پردولت انتقاد وكړ، چې په هېواد كې يې د صنعت پراختيا ته لازمه پاملرنه نه ده كړې.
د هرات د صنعت كارانو د ټولنې يوه مسئول توريالي غوثي په دې غونډه كې يي ګډون كړى وو، د صنعت كارانو ستونزې داسې بيان كړې:
"موږ د بريښنا اسانتياوې نه لرو، دولت يو متر مكعب اوبه پر موږ باندې په دولس افغانۍ خرڅوي حال دا چې دا اوبه دولت ته په دوو افغانېو تماميږي.
دولت ځمكه اخلي په شل زره او پر موږ يي مثلا په څلويښت او يا هم شپيتو زرو باندې خرڅوي، دولت ولې داسې كوي، موږ چې دلته پانګونه كړې ده كه چېرې په همدغه شرايطو سره پاتې شو نو موږ اماده يو چې خپله سرمايه بل هېواد ته يوسو چې زموږ لپاره اسانتياوې برابرې كړي.
اوه كاله كيږي، چې موږ د دوى كاري پروګرام ته انتظار باسو، هغوي موږ ته وويل چې موږ ته به د صنعت يو چوكاټ جوړوي، موږ له دوى نه دا هيله كوو چې موږ ته دا چوكاټ جوړ كړي."
د افغانستان د صنعت كارانو ټولنې همدا راز شكايت وكړ، چې مخكې افغان حكومت د فابريكو د جوړولو لپاره په كابل كې اته څلويښت جريبه ځمكه د صنعتي شركتو په واك كې وركړې وه، چې اوس مهال ياده شوى ځمكه د دولت له خوا پرنورو شركتونو خرڅه شوې ده.
د افغانستان د صنعت كارانو د ټولنې مشرعبدالجبارصافي په دې غونډه كې وويل، چې صنعت كارانو د دې ځمكې پېسې هم افغان دولت ته وركړي دي، خوافغان چارواكو ورته ويلي دي چې دوي ته به د دې ځمكو په بدل كې د فابريكې د جوړولو لپاره نورې ځمكې وركړي.
خو بل خوا د دې ځمكو د خرڅولو په اړه د سوداګرۍ او صنايعو وزارت چارواكي بې خبري ښيي او وايي، د صنعت كارانو ټولنه بايد دا ستونزه ورسره شريكه كړي چې د حل لار ورته پيدا كړي.
د سوداګرۍ او صنايعو وزارت وياند احمد فرهاد افغانزوى دا مني چې نوموړي وزارت په تېرو كلونو كې د صنعت د پراختيا په برخه كې پاتې راغلي، خو په راتلونكې كې نوي پلانونه په پام كې لري.
افغان صنعت كاران داسې مهال د دولت له بې غوري شكايت كوي چې د يو شمېركار پوهانو په باور په هېواد كې د اقتصادي پرمختګ او د بې كارۍ د ستونزې د هوارولو لپاره افغان دولت بايد د صنعت پراختيا ته ځانګړې پاملرنه وكړي.
د دوى په باور په تېرو څو كلونو كې د افغانستان د صنعت په برخه كې د پام وړ پرمختګونه نه دي شوي او دولت بايد ورته ګټور پلانونه جوړ كړي.
راپور: ذكيه غياثي